Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي کمښت درېیمه ورځ؛ هېواد کې د امنیت ضد درې پېښې شوي

په افغانستان کې له درېیو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي طرحه عملي کېږي، خو نن(دوشنبې د کب په ۵مه نېټه) د تاوتریخوالي د کمښت په درېیمه ورځ بلخ، هلمند او سمنګان ولایتونو کې د طالبانو لخوا د امنیت ضد درې پېښې شوې دي.

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کېدو له پیل راهیسې په هلمند، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپيسا او سمنګان ولایتونو کې د امنیت ضد پېښې شوې دي.

له دې ډلې په هلمند او بلخ ولایتونو کې دوه ځله د طالبانو لخوا یو لړ بریدونه شوي دي.

اخوا د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د چهارکنت ولسوالۍ په رات کلي کې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې درې ولسي پاڅون وال او د یوې ښځې په ګډون درې ملکي کسان وژل شوي او طالبانو دوه ولسي پاڅون وال له ځان سره بیولي دي، خو طالبانو دغه ادعا نه ده منلې.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو لخوا دغو بریدونو کې درېیو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند، نصرت رحیمي تاییدوي چې د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې دوه افغان سرتېري د طالبانو لخوا تښتول شوي دي:«نن په بلخ، هلمند او سمنګانو کې درې امنیتي پېښې او درې بریدونه د طالبانو لخوا شوي دي، چې درې افغان سرتېري شهیدان شوي او ۸ نور ټپيان دي. هلمند کې هم ماین چاودنه شوې چې پایله کې یې درې مېرمنې ټپیانې شوې دي.‎»

د هلمند واټونه د جګړې او نښتو پر ځای دا اټنونو او نڅاګانو بڼه خپله کړې ده. له کلونو جګړې وروسته د تاوتریخوالي د کمښت له امله د افغانانو په څېرو کې خوښۍ له ورایه ښکاري. 

د هلمند اوسېدونکی رفیع الله روحاني په دې اړه وايي:«موږ سوله غواړو، نور د جګړې وس نه لرو، نور د ژړا توان نه لرو موږ سوله غواړو.»

فیروز چې په هلمند کې یو سرحدي پولیس دی، له وسلې پرته له پوستې بهر ګرځي، د نوموړي پلار، ورور او دوه ماماګان پوځیان وو چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي خو نوموړی د ځان او د خپلو بچیانو د راتلونکي لپاره د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.

فیروز زیاتوي:«موږ له جګړې ستومانه شوي یوو، موږ ستړي شوي یوو او هغوی (طالبان) هم ستړي شي، نوره جګړه بس ده.»
اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د تاوتریخوالي له اوه ورځني کمښت وروسته به دا بهیر پای ته ورسېږي او که نه په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمښت بل پړاو پيل شي.

همداراز پخوانی طالب چارواکی، سید اکبر آغا زیاتوي:«له بین الافغاني خبرو مخکې ستونزې وې، طالبانو ویلي هوکړې چې څه وي، باید پلي شي. کله چې بین الافغاني خبرې پيل شي نو طالبان به داسې شرط نه لري چې د خلکو په تاوان وي. زه فکر نه وم چې طالبانو دې کومه سره کرښه مطرح کړې وي.»

افغان حکومت له غوڅ ملاتړ ماموریت سره په ګډه هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کولو پر څرنګوالي څارنه کوي، د پریکنده ملاتړ ماموریت قوماندان ویلي په آسانۍ سره کولای شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه مالومه کړي.

شریک یي کړئ