یوه دولتي شرچینه وايي چې د تخار والي، یاسین ضیاء خپله استعفاء د سیمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارلې ده.
د یادې ادارې ویانده، منیره یوسفزاده هم دا خبر تائیدوي او وايي چې ښاغلي ضیاء د یک شنبې پر ورځ( د غبرګولي۷مه) خپل استعفاء لیک دې ادارې ته سپارلی دی.
نوموړې زیاتوي چې دوی د ښاغلي ضیاء استعفاءلیک ولسمشرۍ مانۍ ته استولی دی، خو ولسمشر یې د رد او تائید ځواب نه دی ورکړی.
تر اوسه د تخار والي د استعفاء لامل نه دی څرګند.
ښاغلی یاسین ضیاء د۱۳۹۴ کال په تلې میاشت کې د سیمهيیزو ارګانونو په وړاندې د ولسمشر غني حکم له مخې د تخار والي په توګه خپله دنده پیل کړه.