د ملي پوځ چارواکي وايي چې ځانګړي ځواکونه په ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ پر ضد ۳۰ پوځي عملیات ترسره کوي.
د ملي پوځ د ځانګړو عملیاتو د فرقې قومندان بسم الله وزیری تینګار کوي چې له دې ډلې په هرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۲ پلان شوي عملیات او کابو ۱۸ ناڅاپي پوځي عملیات د ترهګرو په وړاندې لري.
هغه زیاته کړه:«د ځانګړو عملیاتو فرقه به د افغانستان د ملي پوځ په چوکاټ کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو ته به ارتقاع وکړي.»
ملي دفاع وزارت د دغو پوځيانو د شمېر زیاتوالي په اړه خبره کوي او وايي، چې د پوځيانو زیاتوالي لامل په هېواد کې د زور زیاتي او وسله والو مخالفینو د فعالیت مخنیوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه وویل:«په افغانستان کې څه باندې ۲۰ ترهګرې ډلې په جګړه بوختې دي، د سیمې د استخباراتو شبکې هم له هغوی څخه ملاتړ کوي.»
له دې ټولو سره سره د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه د دولت تر ټولو پیاوړي او تجربه لرونکي ځواکونه شمېرل کېږي.
د ځانګړو ځواکونو سرتېري محمد اکبر وویل:«له معیارونو سره د ښوونه او روزنه،د امکاناتو شتون، پرمختللې وسلې زموږ د بریا لامل کېږي.»
د دغو ځواکونو د روزنې بله برخه، د جنګي مأموریت پر مهال له هوايي او نورو ځواکونو سره د اړیکو ټینګښت او د همغږۍ رامنځته کول دي.
د ځانګړو ځواکونو بریدمل حکمت الله څرګنده کړه:«موږ له دغو بم اچوونکو سره کولای شو له سرپنا پرته مورچلې په نښه کړو ځکه دا د مهمو برخو د په نښه کولو توان لري.»
بل برید مل تاج محمد هم وايي:«دغه مخابره هم محرمیت لري G P S لري او کولای شي چې د افغانستان له هرې برخې اړیکې ټینګې کړي.»
د ځانګړو ځواکونو په دې ۱۴ اوونیزې روزنیزې دوره کې نېږدې زر سرتېرو برخه اخیستې وه.