Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېرې ورځې برید د یوه ۱۳ کلن تنکي ځوان له خوا شوی

امنیتي سرچینې وايي چې د کابل وزیر اکبر خان په څوارلسم سړک کې پرونی ځانمرګی برید یوه ۱۳ کلن تنکي ځوان کړی چې د تفریحي پارک له لارې یې دغه سړک ته ځان رسولی وه.

امنیتي سرچینې وایي، له پارک څخه دغه سړک ته وتلې دروازه تړلې وه خو څو ورځې کېدې چې څوارلسم سړک کې د یوه کور ساتونکو دا لار پرانیستې وه او تګ راتګ یې پرې کاوه.

له دې سره خکومت د پېښې څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی دی، ترڅو دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

وزیراکبر خان په امنیتي کمربند کې راغلې سیمه ده او ټولې لارې یې د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.

وزیراکبرخان ته ننوتل یوازې په کوچنیو موټرو کې شوني دي او د هر واټ په سر کې د تلاشۍ پوستې لیدل کیږي.

له دغه ځانمرګي بریده یوه ورځ وروسته تراوسه هم ددې پيښې له امله د ورانیو نښې لیدل کیږي.

د یوه دفتر کارکوونکی عتیق الله په دې اړه وویل:«کوم مشر وه چې تېرېده، موږ دلته درېدلي وو، لاره تړلې وه او ډېره ګڼه ګوڼه وه، موږ له دفتره راووتلو، زموږ همکاران هم له موږ سره وو او موږ یې وړاندې نه پرېښودو چې له واټ څخه تېر شو، بېرته دفترته راغلو چې ناڅاپه چاودنه وشوه.»

د یوه شرکت کارکوونکی خدای نظر هم وايي:«کله چې چاودنه وشوه، موږ ولاړو او و مو لیدل چې مړي او ټپيان په واټ پراته وو او په لېږدولو کې مو مرسته وکړه.»

په دې لړ کې د وزیراکبر خان په شان شنې او امنې سیمې ته د ځانمرګي بریدګر رسېدل چې ویل کېږي د داعش ډلې غړی وه، یو لړ پوښتنې راولاړې کړې دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده په دې اړه څرګنده کړه:«کمزوري زموږ په استخباراتي ادارو کې ده او همدا کمزوری ټکی د داشان بریدونو لامل کېږي.»

د کورینو چارووزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش هم وویل:« له شک څخه پرته چې موږ خپلې ټولې تابیاوې لرو؛ خو دغه سیمې خپل زیانمنونکې ټکي هم لري چې دښمن طبعاً له دغو تشو او سوریو څخه استفاده کوي.»

کابل په تېرو اوونیو کې د بل هر وخت په پرتله تر ډېره له ترهګرو بریدونو سره مخامخ دی.

کابو لس ورځې مخکې په کابل کې څو ځانمرګي او توغندويي بریدونه وشول له هغې ډلې د پلازمېني په لوېدیځ کې پر امام زمان جومات، په وزیراکبر خان او همداراز د مارشال محمدقسیم فهیم پوهنتون د محصلینو پر موټر بریدونه ترسره شول.

شریک یي کړئ