د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار راتګ د سیاسي او پوځي چارو شنوونکو او پانګهوالو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.
اوسمهال ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د حزب اسلامي مشر کلبدین حکمتیار لکه د تیرې دوه لسیزې مخکې اوضاع کې دی.
خو له اوسني حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدو پایلې به د تېر په شان وي؟
د پوځي چارو شنوونکی مسعود راغب وویل:«فکر نه کوم چې د سولې په بهیر،بنسټیزه او عمده اغېزه ولري؛ځکه چې مخکې د حزب اسلامي څانګې د افغانستان په حکومت کې وې او له حکومت سره همکار وو.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې حکومت سره سوله وکړه چې تر دې وړاندې یې له داسې حکومتونو سره پر نه یوځای کېدو ټینګار کړی وه.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ویلي وو:«زه له ډېرو لویو شخصیتونو څخه چې «بي بي سي» او د «امریکا غږ» هغوی ته شهرت ورکړی، هغه مجاهد ډېر ښه بولم چې په خاورو او دوړو کړکړ کوي.زه د داشان مجاهد حکومت منم؛خو د هغو شخصیتونو حکومت نه!»
د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د کورنیو جګړو پیلېدو، او په پلازمېنه کې د پراخو ویجاړو رامنځته کېدو تل مجاهدین له نیوکو سره مخ کړي دي، خو اوس د هېواد د مشرانو ترمنځ د احتمالي اختلافونو په اړه نظرونه بل ډول دي.
پانګهوال مولا محمد پیمان په دې اړه څرګنده کړه:«هغه وخت له دې وخت سره ډېر توپير لري!د بېلګې په توګه،نن چې استاد سیاف یا د مجاهدینو نور مشران چې په افغانستان ته راغلي او له حکومت سره یوځای شوي،دوی ټول د سولې له بهیر،حکومتوالۍ،اساسي قانون او ټولو بهیرونو ته درناوی لري؛له یوه ډېرې هېوادنۍ مینې سره کړنه کوي او د هېواد د دښمنانو پر ضد تل درېدلي دي.»
خو دا اندېښنه هم په خپل ځای ده کهچېرې له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په شان کسانو له یوځای کېدو وروسته هم سوله ټینګه نه شي نو د هېواد برخلیک به ناڅرګند وي.
د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز په دې اړه وویل:«کهچېرې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ سیاسي اختلافونه د حل پر ځای،زیات شي،دا به د افغانستان د خلکو په خیر نه وي او په راتلونکي کې موږ بیا هم د کړکېچ د زیاتېدو شاهد به وو چې په څه باندې ۲۰ وروستیو کلونو کې مو تجربه کړي دي.»
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لیک، به په دوه یا درېیو اوونیو کې پلی شي او د دې کارونو له ترسره کېدو وروسته به د حزب اسلامي مشر لومړی د هېواد د یوه ولایت مرکز او وروسته کابل ته راشي.
خو داسې ښکاري چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیکه د څو میاشتو په تېرېدو سره د دې هوکړې د ځینو بندونو په عملي کېدو هوکړې ته نه دي رسېدلي.