Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت رامنځته کولو لپاره له کرزي او حکمتیار سره د عبدالله لیدنې

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې له خوا د ټاکنو د پایلو د نه منلو په لړ کې، اوس ښاغلی عبدالله د نوي حکومت د رامنځته کېدو په هکله له سیاسي څېرو او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره په سلامشورې بوخت دی.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ او نن له مخکني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي، د اجرایه رییس له دویم مرستیال او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق او د افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او ځينو نورو سیاستوالو سره غوندې لرلې دي.

هغه څه چې د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست وايي، د تېرې ورځې په غونډه کې، له اوسني کړکېچ څخه د افغانستان د ټاکنو د وتلو په اړه بحث وشو، خو په نننۍ غونډه کې «د ملي پخلاینې او اجماع» په نوم د حکومت جوړولو په اړه سلامشورې شوې دي.

له دې مخکې عبدالله عبدالله ویلي وو چې «ټول شموله» حکومت رامنځته کوي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال فضل هادي وزین په دې اړه وايي:«دا پایله د درغلیو پر بنسټ ده، د ټاکنو قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري د اساسي قانون د توکو د ماتولو پربنسټ ده او په څرګنده د ټاکنیزو کړنلارو په خلاف شوې ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹مه) د ولسمشرۍ ټاکنو ولسمشرۍ پایلې اعلان کړې چې د هغه پر بنسټ ولسمشر غني د دویم ځل لپاره ولسمشر شو.

سرچینې وايي چې د له سیاستوالانو سره د عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې، د نوي حکومت د کابینې په اړه هم خبرې شوې دي.

کریم خلیلي وویل:«موږ نوې کابیه جوړه کړې او جوړه وو یې.»

بل خوا د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر غني  د لویې مشورتې جرګې د بېلابېلو کمېټو د مشرتابه له غړو سره په کتنه کې ویلي دي چې نوموړی دایمي دوست او دښمن نه لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې اړه وویل:«د افغانستان خلکو له ګډون او د رایو صندوقونو ته له ورتګ سره خپل ملاتړ یې اعلان کړی دی.»

له دې ټولو سره سره له هند، کویټ او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول وروسته، سریلانکا هم  ښاغلي غني ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.

 د سریلانکا ولسمشر د خپل ټوېټر پر پاڼه د اشرف غني د بریا مبارکي ورکړې ده.

 په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې واشنګټن به د افغانستان د ټاکنو پایلې له نژدې تعقیب کړي.

شریک یي کړئ