Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوست امنیه قومندان ژوند له لاسه ورکړ

د خوست ولایت امنیه قومندان، سیداحمد بابازي د سرک ک غاړي ماین چاودنې له کبله ژوند له لاسه ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن(جمعه د غويي په ۱۹مه نېټه) وايي چې ښاغلی بابازی تېره شپه د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته د پوځي عملیاتو په موخه روان وو چې کاروان یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.

په همدې حال کې د خوست والي، محمدحلیم فدايي هم په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د امنیه قومندان ترڅنګ د هغه سکرتر او یوه افغان سرتېرۍ هم وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پېښه کې یو سرتېری ټپي شوی دی.

ښاغلي فدايي څرګنده کړې:« ‏متاسفانه د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی، دده سکرتر صافي، یوه سرتېري د دوښمن چې د سولې ددروغو چیغې وهي، د ماین چاودنې له کبله په شهادت ورسېده او یو بل سرتېری ټپي دی.»

د خوست امنیه قومندان ژوند له لاسه ورکړ

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې ښاغلي بابازی دنادرشاه کوټ ولسوالۍ ځاني خېلو سیمه کې د ماین چاودنې له کبله ژوند له لاسه ورکړی

شریک یي کړئ