د هغو درې بهرنیو وګړو مړي چې د پنجشنبې پر ګهیځ (د زمري په ۱۱ مه) د کابل د نهمې حوزې له اړوند سیمې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا تښتول شوي وو، د کابل له موسهي ولسوالۍ څخه پيدا شول.
د کابل پولیس وايي چې دغه کسان د هندوستان، مالیزیا او مقدونیې وګړي وو چې له تښتول کېدو وروسته د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
پولیسو د دغو کسانو د پېژاند او دا چې د کوم بنسټ لپاره یې کار کاوه جزییات وړاندې نه کړل.
خو په کابل کې یو لوړپوړي هندي ډيپلماټ هندي رسنیو ته ویلي چې دغو کسانو د «سوډکسو» د خوړو شرکت سره کار د اشپز په توګه کار کاوه.
د هند فایننشیل اکسپرس په خپل یوه رپوټ کې چې نن پنجشنبې خپور شوی لیکي چې دغه درې تنه په یوه کرايي موټر کې د کار په لور روان وو چې وتښتول شول.
دغه رسنۍ د سرچینو پر حواله لیکي چې دغه درې تنه څرخي پله ته نېږدې د کابل په ختیځو برخو کې تښتول شوي خو د هغوی مړي د کابل په موسهي ولسوالۍ کې په یوه موټر کې پیدا شوي دي.
په کابل ښار کې یوه امنیتي چارواکي وویل چې هغوی د دغو کسانو پېژاند کارتونه د هغوی له جسدونو پیدا کړي او د هغه شرکت له خوا د دغو کسانو د هویت د تایید په تمه دي چې دوی په کې کار کاوه.
دغه امنیتي چارواکي فایننشیل اکسپرس ته ویلي:«هغوی وژل شوي وو او مړي یې په یوه موټر کې پيدا شول.»
په کابل کې د سوډکسو شرکت چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
سوډکسو په نړۍ کې د خوړو د چمتو کولو دویم ستر شرکت دی. د هغه مرکزي دفتر په فرانسه کې دي.
دغه شرکت د خوړو د چمتو کولو خدمات، د کانټینونو، دفترونو، پوځيانو، ښوونځيو، روغتونونو او بندخونو لپاره برابره وي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.