Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روڼتیا څاربنسټ: د مالیې وزارت په یوه سیاست ځپلي بنسټ بدل شوی

 د روڼتیا څار بنسټ نیوکه کوي چې په وروستیو کلونو کې مالیې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر نه عملي کېدو په دغه وزارت کې د ملي عوایدونو تالاترغۍ ته زمینه برابره کړې ده.

دغه بنسټ وايي چې د مالیې وزارت په یوه سیاست ځپلي بنست بدل شوی دی.
 
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په دې اړه چې په مالیې وزارت کې ولې اصلاحات نه عملي کېږي؟ وايي، دغه بنسټ د هېواد د سیاسي مطرحو څېرو لپاره یو له عایداتي بنسټونو شمېرل کېږي.

د دغه بنسټ مسوولین زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې په مالیې وزارت کې ډېری ګومارنې رڼې نه وې.

د افغانستان د څاربنسټ رییس محمد اکرام افضلي وویل:«په تېرو دوه لسیزو کې د مالیې وزارت تر ډېره د یوه عایداتي سرچینې په توګه مطرحه وه دا وزارت تر ډېره سیاست ځپلی شوی دی.»

سره له دې چې، مالیه وزارت وايي، دغه بنسټ تر اوسه د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې اصلاحات راوړي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، په دغه وزارت کې ډېری ګومارنې د وزارت د مشرتابه غړو او مرستیالانو له لوري ترسره کېږي او دغه بهیر په خپله د فساد لپاره موکه برابروي.
د ولسي جرګې غړی عظیم محسني څرګنده کړه:«تل کله چې د ګمرکونو مرستیالان ګومارل کېږي په خپل زده مامورین ګوماري، دلته هېڅ روڼ سیسټم شتون نه لري.»

د مالیې وزارت پخوانی ویاند عبدالقادر جیلاني هم وايي:«د مالیې وزارت د ۶۶ جګپوړو چارواکو ممنوع الخروجۍ، د مالیې وزارت کې د پراخ فساد شکونه رامنځته کړي دي چې دا کار د هېواد مالي نظام لپاره ډېر خطرناک دی.»

وروسته له هغې چې د مالیې وزارت ۶۸ کارکوونکي د ولسمشر په شفاهي امر سره ممنوع الخروج اعلان شول؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه بل رسمي لیک په خپرولو سره وویل چې، تر دې وروسته د مالیې وزارت تر پنځم بسته کارکوونکي بهر ته د تګ لپاره باید له ارګه اجازه واخلي.

د چارو ځينې شنوونکي وايي، د مالیې وزارت په ګډون د حکومت په عایداتي سرچینو کې فساد بیخي ډېر شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه