د سولې د دارالانشا رییس او د سولې د سیمهییز اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي په مشرۍ عمر داوودزی چې پاکستان ته تللی و، د جمعې په ورځ له غرمې مخکې بېرته کابل ته راستون شو.
د سولې عالي شورا وایي چې د پاکستاني چارواکو د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ژمنه کړې ده چې د افغان سولې په بهیر کې به ریښتوني مرسته وکړي.
د سولې عالي شورا همدارنګه ویلي چې دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو علما یوه ګډه ناسته جوړه کړي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري طلوع نیوز ته وویل:«کله چې موږ خپله خوشبیني په احتیاط سره څرګندوو، د دې لپاره ده چې له دغه سفر وروسته موږ په تمه پاتې کېږو چې د پاکستان لومړنی ګام ووینو - چې له نېکه مرغه هڅې یې زیاتې شوې دي او غږ یې یو غږ شوی دی.»
پاکستان تر دې وړاندې هم د سولې د خبرو د لارې هوارېدو ژمنه کړې وه، خو دا ځل یې له تېر هغه سره څه توپیر درلود.
په هند کې دافغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي څرګنده کړه:«سیمهییز اجماع ډېره اړینه ده؛ د چین، پاکستان، هند، ایران او روسیې په څېر هېوادونه کولای شي سیمهییز اجماع رامنځته کړي.»
په داسې حال کې چې حکومت تمه لري ګاونډي او لودېځ هېوادونه طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د سولې په بهیر کې د یو شمېر هېوادونو پر ښکېلېدو نیوکه کوي.
له دې ټولو سره سره حکومت د سولې د خبرو لپاره د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو په هڅه کې دی . لکه څرنګه چې د ملي امنیت د شورا سلاکار د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه پېل کړي دي او له دغو هېوادونو یې د سولې خبرو په بهیر کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
له دې سره همهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي هم سیمې ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پېل کړی او ټاکل شوې چې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د خپلو دغو خبرو پایله د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریکه کړې.