Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا بیا طالبان سولې ته راوبلل

د سولې عالي شورا په ولایتونو کې د دې شورا د ناستو لړۍ نن(سې‎شنبې د وري۱۴مه)له کندهار ولایت څخه پیل کړه.

په دې ناسته کې یادې شورا او د افغانستان د علماو شورا یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د سولې شورا رئیس، کریم خلیلي طالبان د تحریک په ډول یاد کړل او زیاته څرګنده یې کړه چې د افغانستان بنسټ له کندهار ولایت څخه پيل شوی، او هیله ده چې سوله هم له همدې ځایه پیل شي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې بهرنیان کله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي، نو ښه ده چې سولې ته د رسيدو په موخه بین‎الافغاني خبر اترې وشي.

د سولې عالي شورا رئیس تینګار کوي، د سولې عالي شورا مشري سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو ده او هېڅکله د له هغو دسیسو څخه چې په خبره یې د سولې عالي شورا پر وړاندې روان دی ونه ورېرېږي.

ښاغلي خلیلي همداراز د هلمند ولایت د سوله غوښتونکي کاروان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په همدې حال کې د افغانسان د علماو شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف چې په دغو مراسمو کې ګډون کړی و له طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسې سره دې یوځای شي او همداراز یې له طالبانو دا هم غوښتل چې کابل ته راشي او سیاسي ګوند جوړ کړي.

هغه همداراز وویل چې تراوسه د طالبانو له خوا مثبت ځواب نه دي اورېدلي. او زیاته یې کړه چې افغانستان د سولې عالي شورا د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د سولې عالي شورا وویل که‎چېرې طالبان له حکومت سره د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړي، حکومت به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهرېدو جدول او مهال‎وېش چمتو کړي.

د دغې شورا ویاند زیاته کړه چې افغان حکومت له طالبانو سره په د خبرو اترو لپاره له مخکې هېڅ شرط نه دی اېښی او طالبان هم باید په دې اړه له مخکې شرط وړاندې نه کړي.

سره له دې چې افغان حکومت او د سولې عالي شورا ویلی دي، چې د سولې د وړاندیزونو ټولګې ته د طالبانو د ځواب په تمه دي؛ خو تر دې مهاله د طالبانو مشرتابه دغو وړاندیزونو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.

خليلي وویل چې د سولې عالي شورا مشري سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو ده او هېڅکله د له هغو دسیسو څخه چې په خبره یې د سولې عالي شورا پر وړاندې روان دی ونه ورېرېږي

شریک یي کړئ