دسولې ولسي حرکت غړي به ډېر ژر د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو ته خپل سفر پیل کړي.
د دې حرکت غړی وایي چې حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او اوس به د سولې غوښتنه طالبانو ته رسوي.
دسولې ولسي حرکت غړی د امریکا متحده ایالاتونو سفارت سره له نهو ورځو تېرولو ورسته اوس د اعتراض په ډول د روسیې سفارت سره پرلت کړی.
د سولې لپاره خپل ګرېوان څيرې کوي. همدا چې د جګړې نوم اوري حالت یې بدلیږي، اوښکې یې په سترګو کې ډنډ کیږي او له اوسني وضعیت نه سرټکوي.
محمد عظیم ۸۵ کاله عمر لري چې د غزني له مقر ولسوالۍ غزني ته راغلی دی وایي چې درې زامن لري چې یو یې طالب جنګیالی دی او په هېواد کې د وینې تویدنې دوام یې زړه هم لکه چاودې او زیږه لاسونه ورته ریږدوي. دی زیاتوي:«هغه کسان چې سوله نه مني، دوی کافر دي. زه له هېچا نه وېریږم، زه د خدای نه وېره لرم چې آسمان یې پيدا کړی دی.»
نېږدې شل ورځې کیږي چې د سولې غوښتنې د ولسي خوزښت غړو د کابل په واټونو کې پرلت وهلی او د ښکیلو لوریو له لوري د مثبت ځواب په تمه دي .
د سولې ولسي کاروان مسوؤل، محمد اقبال خیبر وویل: «اوس مو د دیني عالمانو او سپین ږیرو یوه کمېټه جوړه کړې ده. د دې کمېټې دنده دا ده چې د طالبانو سیمو ته لاړ شي.»
د دغه خوزښت غړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر او امریکا د سفارت مخې ته د سولې لپاره له پرلت وهلو وروسته يې اوس د روسیې د سفارت مخې ته اړولې دي.
د دې خوځښت غړو مخکې له دې د ملګرو ملتونو د دفتر او د امریکا سفارت مخې ته خپل اعتراض کړی وه.
د سولې کاروان غړی، امینالله وردک څرګندوي:«سوله زموږ لپاره یوه موخه ده او موږ به خپلو دې موخو ته رسیږو.»
د پاکستان د سفارت مخې ته پرلت وهل او په امریکا کې د لاریونونو ترسره کول د سوله غوښتونکو د ولسي خوزښت نور پروګرامونه دي.