په جګړو کې د پوځي سرتېرو د قربانیانو کورنۍ د حکومت له نه پاملرنې اندیښنه لري.
د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پيلوټ امان الله موسی زي څلور میاشتې وړاندې د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو د نوموړي کورنۍ د هغه حقونه نه دي ترلاسه کړي.
د نورو ژمنو ترڅنګ حکومت ویلي چې د پوځي قربانیانو کورنیو ته کورونه ورکوي خو دا ژمنه هم تر ډیره کچه نه ده عملي شوې.