امریکا متحده ایالاتونو کې د افغانيالاصلې امریکايي پيلوټې، ښایسته واعظ له نړۍ چاپېر هوايي سفر له بشپړهولو امریکایانو تود هرکلی وکړ.
آغلې واعظ خپل سفر له ۲۲ هېوادونو او ۱۳۸ ورځو سفر وروسته بشپړ کړ.
دا پیلوټه چې ۲۹ کاله عمر لري خپل سفر د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې له ۹ پیل کړ او له خپلې الوتکې د چهارشنبې پر ورځ( د تلې ۱۲مه) د امریکا متحده ایالاتونو په فلوریډا ایالت کې راښکته شوه او خپل دې سفر ته یې د پای ټکی کېښود.
دې خپل سفر له همدې ښاره پیل کړی وه.
نوموړې د دې ترڅنګ چې کابل ته هم راغلې وه د دې سفر په لړ کې په ډېرو هېوادونو کې له ښځينه پیلوټانو سره هم ولیدل.
ښایسته واعظ تر ټولو ځوانه ښځینه پیلوټه ده چې د نړۍچاپېر یې په یوازې توګه سفر بشپړ کړی دی.