د ولسي حرګې ځینې غړي ګواښ کوي چې په بلخ کې ځينې پخواني جهادي قومندانان او د شمالي ولایتونو ځیني غړي د عطا محمد نور په ملاتړ وسلهوال شوي دي.
د جرګې غړي پر حکومت تور لګوي چې په هېواد کې کړکېچ رامنځته کوي.
بل لو د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې حکومت واک لري چې له جمعیت سره خپل اختلافات چې هر ډول کېږي پای ته ورسوي.
له بلخ ولایته د عطا محمد نور د ګوښه کولو په تړاو د مرکزي حکومت او اسلامي جمعیت ترمنځ د اختلافاتو دوام یو ځل بیا په ولسي جرګه کې له خبرداریو او اندېښنو سره مخامخ شوی دی.
د ولسي جرګې غړې برېښنا ربیع وايي:« ټول خلک وسلهوال شوي خلکو ټوپک اخیستي ښځه او نر چمتو دي چې د بلخ والي صاحب څه کوي.»
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر وویل:«تاسې ټول پوه شئ چې له تالار څخه بهر او دننه یو ستر ایتلاف جوړه وو چې هېڅوک یې مخه نهشي نیوای.»
د ولسي جرګې غړي عبدالحي اخند زاده څرګنده کړه:«له بلخ څخه د استاد عطا لیرې کول څو مسلې لري له والي صاحب سره سیاسي، قومي تبعیض شوی او غواړي چې یو ستر قوم کمزوری کړي.»
له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي د خبرو له لارې د دې ستونزې پر هواري ټینګار کوي.
د ولسي جرګې غړې فرشه امیني هم وايي:«له دواړو خواوو هم له جمعیت څخه او هم له حکومته غواړو چې دغه موضوع له دې نوره اوږده نه کړي.»
د ولسي جرګې غړی قاضي عبدالرحیم زي وویل:«حکومت دې دا موضوع د جمعیت د غوښتونو په سمون کې پای ته ورسوي.»
د ولسي جرګې اداري پلاوی په داسې حال کې چې په دې اړه د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي خبره کوي، حکومت مکلف ګڼي چې له ممکنې لارې دا اختلافات پای ته ورسوي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي څرګنده کړه:«کهچېرې اړتیا شي موږ له ټولو قومونو یو پلاوی دغې ستونزې ته د رسېدنې لپاره استوو چې دغه موضوع حل کړي.»
د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې د دغو اختلافاتو دوام به هیواد له کړکیچ سره مخامخ کړي.