Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوانینو کمېټې پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید کړه

د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي چې د افغانستان د قوانینو کمېټې د نفوذ د احوالو ثبت قانون له تعدیل سره، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید کړه.

د سرور دانش د دفتر رسنیز مرستیال محمد هدایت وايي چې د افغانستان د قوانینو کمېټې له دیني عالمانو سره تر سلامشورې وروسته دا طرحه تایید کړه چې د هغه پربنسټ د تابعیت په تذکره کې د پلار د نامه ترڅنګ د مور نوم ته هم ځای ورکړل شي.

د ښاغلي هدایت په وینا، د ملي شورا د رخصتۍ له امله، د کابینې له خوا د دغې طرحې له تایید وروسته د ولسمشر د فرمان پربنسټ عملي کېږي:«د قوانینو له کمېټې بیاځلې کابینې ته ځي. له دې وروسته چې کابینې تصویب کړه پارلمان ته ځي، دا چې ملي شورا رخصت ده شونې ده چې د ولسمشر فرمان توشیح شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم معاونیت وايي، دغه تعدیلات د ښځو د غوښتنې له مخې رامنځته شوې دي.

له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې، د بشري حقونو او د مدني ټولنو ځينو غړو د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په موخه د «نوم مې چېرې دی» کمپاین په خواله رسنیو کې پيل کړی دی.

هېوادوالو هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي.

د کابل اوسېدونکی عبدالصبور وايي:«جایګزین نه وای ښه و؛ تاسې د هېواد په کلیو او بانډو کې یوه سروې وکړئ حتا زموږ میندې تذکرې نه لري، حتا اولادونه یې د خپل مور او پلار په نومونو نه پوهېږي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغې طرحې تاییدېدل د ښځو د حقونو د خوندینې لپاره مهم ګام بولي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې شبنم صالحي څرګندوي:«د کمېسیون په اند د میندو د نومونو لیکل د هغوی د پېژاند په هکله لومړنی ګام دی او دا چې د میندو او ښځو پېژاند په رسمیت پېژندل کېږي، انګېرل کېږي.»

د نفوذ د احوالږ د ثبت په قانون کې د تعدیلاتو دغه طرحه په داسې حال کې تایید شوې چې، لا هم ملي شورا د ښځو پر وړاندې د زور زیاتیو د منعې قانون نه دی تایید کړی.

شریک یي کړئ