Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر مدني ټولنې د رییس کورنۍ تراوسه نه ده توانېدلې چې هغه وویني

څه باندې دوه اوونۍ کېږي چې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي له بنده ازاد شوی، خو کورنۍ یې تراوسه په دې نه ده بریالۍ شوې چې نوموړی وویني.

موسی محمودي او همکار یې احسان الله حمیدي کابو درې اوونۍ مخکې، په لوګر کې د یو شمېر ماشومانو د جنسي ځورونې د تورونو په رسنیزه کېدو له امله، د ملي امنیت له خوا ونیول شول او پنځه ورځې یې د ملي امنیت په بند کې تېرې کړې. وروسته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل شول.

د لوګر د مدني ټولنې د دغو دوو غړو د کورنۍ غړي او همکاران یې چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي وايي دوی هم لا تر اوسه نه دي بریالي شوي څو دغه دوه کسان وویني.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«ښاغلی محمودي او ښاغلی حمیدي په هغه ځای کې چې په خپله د ډېر امن او خوندیتوب احساس کوي، هلته دي.»

د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس فهیم دشتي وايي:«بنسټونه په ځانګړې توګه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په څېر چې د بشري حقونو دفاع کوونکي دي، باید دغه ارزښت ته پاملرنه وکړي او پیاوړې یې کړي، د دې پر ځای چې خپله د اطلاعاتو لاسرۍ په وړاندې خنډ شي.»

له دې سره سم، پوهنې وزارت دا مني چې، په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د ادعاو په اړه د دغه وزارت له لوري ګومارل شوي پلاوي لا تر اوسه خپل کار نه دی پیل کړی.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت څرګندوي:«د پلاوي پر ترکیب کار روان دی او ډېر ژر به مشخص شي چې کوم کسان به د پلاوي په ترکیب کې لوګر ته واستول شي.»

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هم وايي:«پلاوی ګومارل شوی چې خپلې څېړنې د قانون په رڼا کې په عادلانه او بې پرې توګه بشپړې او پایلې یې موږ له تاسو او تاسې به یې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړئ.»

له بل لوري، د بښنې نړۍوال سازمان پر هغه څه چې، په افغانستان کې د ماشومانو د جنسي ځورونو دوسیو ته په رسېدنه کې د افغان حکومت ناغیړي بولي، نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکي وايي په لوګر کې له ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه ادعاوو دوی په درسي ځایونو کې د خپلو ماشومانو له خوندینې اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکې ماري وايي:«تراوسه دولت ملت ته په دې اړه څه نه دي ویلي او موږ له حکومته غواړو چې د دغې پښې عاملان جدي وڅېړي.»

موسی محمودي او همکار یې احسان الله حمیدي کابو درې اوونۍ مخکې، په لوګر کې د یو شمېر ماشومانو د جنسي ځورونې د تورونو په رسنیزه کېدو له امله، د ملي امنیت له خوا ونیول شول.

شریک یي کړئ