Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرستو کموالی او هېواد ته د راستنېدو لپاره د کډوالو نه لېوالتیا

د تورخم دروازه کې د کډوالو د بېرته راستنېدو مسؤولین وایي چې له کډوالو سره د ملګروملتونو  سازمان د کمېشنرۍ د مرستو ۵۰ سلنه کموالي هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر تیت کړی دی.

یوازې د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالت کې ۱۴ زره تنو هېواد ته د راستنېدو لپاره نوم لیکنه کړې،خو د راستنېدونکو لپاره د مرستو کموالي،د کډوالو د راستنېدو پر بهیر سیوری غوړولی دی.

د تورخم په دروازه کې د ګډوال مسؤول استقلال جلال‎زی وايي:«اوس چې مالي مرستو کموالی موندلی،کډوال لېوالتیا نه‎ښيي چې هېواد ته راستانه شي،ځکه چې ښه کار او بار لري او نه‎شي کولای چې شپې او ورځې داسې تېرې کړي.له دغه کار سره راستنېدو ته د هغوی لېوالتیا کمه شوې ده.»

اخوا هېواد ته بېرته راستانه شوي کډوال هم له دوی سره د مرستو له کمېدو اندېښمن دي او وايي چې په پاکستان کې له څو کلونو ژوند کولو وروسته اړ شول چې بیا ځلې هېواد ته راستانه شي او غواړي چې په یوه ولایت کې مېشت شي.

راستانه شوي رفیع الله وویل:«خلک یې ځورول او سپکاوی یې ورته کاوه او ویل یې چې مهاجرو څخه وخت ځئ.»

د سرپناه نشتوالی او د وزګاري ډېروالی هېواد ته د راتلونکو کډوالو اصلي ستونزه ده.

راستانه شوي داوود په دې اړه وویل:«کور او ځای نه‎لرو،په کوم ځای کې به خیمه ودروو او کاراو بار به وکړو.»

راستنه شوې بي بې ګل هم وايي:«د ژوند لپاره کور او ځای نه‎لرو،ځینې توکي مې د لمسیانو لپاره پیرلي دي،اړ یو چې په هر ډول وضعیت کې ژوند وکړو.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ، تېر کال د هر راستنېدونکي کډوال لپاره ۴۰۰ ډالره ورکول، خو سږکال دا مرسته ۲۰۰ ډالرو ته راکمه شوې ده، دا تګلاره د دې لامل شوه ترڅو په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې له پاکستان کابو ۷۰۰ زره کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ