Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میرزا اولنګ درې د ازاد شویو برمته کسانو دردناکې کیسې

د سرپل ولایت ځايي چارواکو د دې پخلی کړی چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ درې ۲۳۵ برمته کسان له څلورو ورځو وروسته د چهارشنبې په ورځ، د ولایت مقام د مشرتابه او د سیمه‎ییزو مشرانو د هڅو په پایله کې د طالبانو او داعشیانو له منګولو ازاد او د سرپل مرکز ته ولېږدول شول.

ازاد شوي کسان له لسګونو دردونو او غمیزو او د خپلو د کورنیو غړو د له لاسه ورکولو سره د سرپل مرکز ته راوړل شوي دي.

هغوی فکر کاوه چې ښايي نور ژوندي پاتې نه‎شي.

عادله هغه مېرمن ده چې له خپلو څلورو ماشومانو سره د یرغمل نیوونکو له منګولو ازاد شوي وايي:«خاوند مې ژوند په ګور کړ.هغه زموږ د ماشومانو لپاره تېښته ونه شوای کړای.»

د سلګونو دردونو ترڅنګ د خپلوانو له لاسه ورکولو سره د ولایت مرکز ته بې‎ځایه شوي دي.

له دغو ازاد شویو یو کس وايي:«په خپلو لاسونو مې ۱۵ تنه په یوه قبر کې خښ کړل، د دغو مړو هېڅ نه وو پاتې.موږ له حکومت څخه تابوت نه غواړو، حکومت باید زموږ امنیت ټینګ کړي. دا څه ډول حکومت دی؟»

په ماتو زړونو د غم په چاپېریال کې يې شپې سبا کولې.

د دغې درې یو بل اوسېدونکی اسماعیل وايي:«زما زوی یې د مور د سترګو له وړاندې یوړ او ویې واژه.اوس یې مړی هم مالوم نه دی چې چېرې دی. د حکومت د چارواکو د دغو بې کفایتونو له امله.غوښتل مو چې زوی مې واده وکړي.»

اخوا یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې له خپل درې کلن ورور سره له دغه برید څخه روغه رمټه راوتلې وايي:«ورور مې ټپي شو.اوس نه پوهېږم چې پلار او مور مې چېرته دي.»

په همدې حال کې د سرپل والي ظاهر وحدت وايي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه د عملیاتو د ترسره کېدو توان نه‎لري او په تازه‎ګۍ سره د دغه ولایت مرکز ته امنیتي ځواکونه رارسېدلی دي. او ډېر ژر به د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات پیل شي.

هغه زیاته کړه:«ځواکونه رارسېدلي او نه پرېږدم چې په دغه ولایت کې د ترهګرو تر بشپړو له‎منځه تلو ولاړ شي.که‎چېرې ولاړ شي زه هم ورسره دغه ولایت پرېږدم.»

هغه څرګنده کړه چې دم‎ګړۍ ۵۰۰ کورنۍ مرستو ته اړتیا لري او د هغوی ډېریو ته مرستې برابرې شوي دي خو ډېر ژر به پاتې کورنیو ته به هم مرستې وشي.

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزاولنګ دره له پنځو ورځو راهیسې وسله والو نیولې او د دغې درې په ځینو برخوکې دهغوی مرکزونه هم لیدل کیږي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ  د میرزا اولنګ درې ازاد شوي برمته کسان پر هغوی له ترهګریزو بریدونو څخه کیسې کوي.

شریک یي کړئ