Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناقانونه نمبر پلېټ له زیاتوالي د هېوادوالو اندېښنې

د ناقانونه او له نوم نښان څخه پرته د نمبر پلېټ زیاتوالي د پلازمېنې مېشت کسان اندېښن کړي دي.

په کابل کې د ګرځېدو پر مهال،د قانوني لرونکو اسنادو ترڅنګ موټرو سره،  داسې کسان هم ویني، چې په پوره بې غورۍ سره؛ یا یې موټرې نمبر پلیټ نه لري او یا هم خپله یې ورته جوړ کړي دي.

چا د یوه ولایت نوم نه نمبر پلیټ جوړ کړی، چا د یو کس د نوم یا تخلص نه نمبر پلیټ جوړ کړی او چا هم نورو وییونه لیکلي دي.

له دې ډلې، ځینو پر خپلو موټرو د بهرنۍ ژبې جملې لیکلي او ځېنې هم داسې دي، چې اصلاً نه پوهېږي، پر نمبر پلېټ یې څه ولیکي، خو ځان یې له سیالانو وروسته کړی نه دی.

د کابل اوسېدونکی عاشق الله په دې اړه وايي:«دا کار نه کوم غرور دی او نه هم کوم ویاړ! که‎چېرې غواړي په موټر څه ولیکي د هغه ښیښه شته.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالرقیب وویل:«له دغو کارونو باید مخنیوی وشي؛دولت یا نه غواړي او یا هم نه شي کولای چې د دغه کار مخه ونیسي.»

د داشان موټرو له خاوندانو سره، د ټرافیکو او امنیتي ځواکونو مخامخېدل هم اسان کار نه دی.

ویل کېږي، چې دا شان زیات موټر یا د دولتي چارواکو دي، یا د ملي شورا د غړو او یا هم د ځورواکو دي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي:«د افغانستان اوسني شرایط په ځانګړې توګه پلازمېنه، اندېښمنوونکې دي، هغه کسان ښايي له موټرو او پلېټونو څخه استفاده وکړي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، تېر کال کې یې لږ تر لږه ۲ زره دا څېر موټر، په ټول هېواد کې درولي دي.

هغه کار چې سږ کال هم روان دی، خود کورنیو چارو وزارت مني، چې دا پروګرام باید نور هم جدي شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش وايي:«هغه موټر چې راغونډ کړل شوي، په بېلابېلو کټګوریو کې دي؛د بېلګې په توګه دا سې موټر دي چې د حکومتي چارواکو دي چې له تېرو وختونو څخه پاتې دي، داسې موټر هم شته چې د عامو خلکو دي چې هغوی هم په تېرو کلونو کې له دغه موټر افغانستان ته راوړي دي او له پېټ څخه پرته هغوی څخه یې استفاده کړې وه. خو په ټولو یې قانون یو شان تطبیق کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت نه ترلاسه شوې شمېرې ښيي، چې دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴مېلیون او پنځه سوره زره موټر په قانوني توګه تګ راتګ کوي.

له دې ډلې شاوخوا یونېم مېلیون یې په پلازمېنه کې دي.

شماری از اعضای مجلس نماینده گان یکی از علت های اساسی افزایش رویدادهای هراس افگنانه و جنایی در کشور را موجودیت موترهایی با این گونه نمبرپلیت‎ها می‎دانند.

شریک یي کړئ