Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو عمومي منشي د افغانستان وضعیت پیچلی وباله

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اتلانتیک له شورا سره په مرکه کې د کابل ښار وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې دغه بریدونه له خلکو ډېره قرباني اخلي او دغه سازمان به له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د موټر بم چاودنې او همداراز د شنبې ورځې د بریدونو په غبرګون کې وايي که څه هم د افغانستان وضعیت پیچلی دی خو دا هېواد به هېڅکله شاته ستون نه‎شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ باید شا ته ستانه نه‎شو، که څه هم چې په افغانستان کې وضعیت پيچلی دی، په وروستیو ورځو کې داسې بریدونه وشول چې ډېر مرګ ژوبله یې لرل او دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې وضعیت پيچلی دی.»

له بلخوا ولسمشر غني د کابل پروسې د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وايي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امنیتي ځواکونو پياوړتیا په دغو ادارو کې اصلاحاتو او له اداري فساد سره مبارزې ته اړتیا لري.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« د امنیتي تګلارې لپاره ډېره مهمه موضوع دا ده چې آیا موږ د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په راوستو کې بریالي یو که نه؟ ملي دفاع وزارت له وړاندې د اصلاحاتو د رامنځته کولو کار پيل کړی، په تېرو شپږو میاشتو کې موږ جدي اقدامات کړي ترڅو مشرتابه ښه او فساد کم شي.»

د امنیتي ځواکونو په مشرۍ کې کمزورتیا، اداري فساد او په پرمختللو وسایلو د دوی نه سمبالتیا تراوسه هم د افغان ځواکونو جدي ننګونې دي.

شریک یي کړئ