په ننګرهار ولایت شاهدان وايي چې نن له غرمې مخکې کابو ۱۰:۳۰ (د غويی۲۷مه) یو شمېر وسلهوالو د دې ولایت پر ملي راډیو ټلویزیون برید کړی او له ودانۍ د ننه ډزې اورېدل کېږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، نجیب الله کامهوال وايي چې له پيښې تر اوسه ۲۴ روغتون ته لېږدول شوي دي.
همداراز د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی هم په دې پېښه کې د دوو تنو له وژل کېدو خبر ورکوی.
دوی زیاتوي چې دا پېښه د والي دفتر ته نېږدې شوې ده.
د پېښې شاهد وايي چې د ټلویزیون په ودانۍ کې د ننه کارکوونکي بند پاتې دي ډزې هم روانې دي.
د ننګرهار د ملي راډیو ټلویزیون یوه کارکوونکي د طلوعنیوز خبریال، زیار یاد ته ویلي دي چې ټلویزیون کې ۴۰ تنه کار کوي چې یو شمېر یې له ودانۍ ویستل شوي، خو یوشمېر لا هم بند پاتې دي.
دی زیاتوي چې سیمې ته افغان سرتېري رسېدلي، خو نښته د ودانۍ د ننه روانه ده.
شاهدان وايي چې بریدګرو لومړۍ د ټلویزیون دروازې خوا ته چاودنه وکړه او یو شمېر نور ودانۍ ته دننه شول.
ویل کېږي چې د ننګرهار ملي راډیو ټلویزیون ودانۍ د ننه هم د څو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.
شاهدان وايي چې په سیمه کې هډۍ تړل شوي او خلک د تېښتې په حال کې دي
امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه راپور نشته.