په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي یوه ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د چپرهار ولسوال موټري کاروان په نښه کړی دی، ښاغلی دولت زی له خپل زوی سره ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیانی وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د خوګیاني په وینا، د چپرهار د ولسوال او د هغه د زوی روغتیايي حالت ښه دی.
د دغې پېښې مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې نه دی منلی.