Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نورستان پر برګ‎مټال ولسوالۍ د طالبانو برید؛ نښتې روانې دي

د نورستان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې لسګونه طالب وسله‎والو نن سهار(دوشنبې د وږي۲۰مه) د دې ولایت پر برګ‎مټال ولسوالۍ برید کړی او لاهم د یادې ډلې او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې روانې دي.

له بلې خوا د  نورستان ولایت اوسېدونکي وايي اوس‎مهال خلک په کورونو کې ایسار دي درې څلور کوره سوځل شوي هم دي.

دوی زیاتوي چې طالبانو له درېیو لوریو پر د برګمټال ولسوالۍ برید کړی او افغان سرتېرو ته لا هم مرستندویه ځواک نه دی رسېدلی.

خو طالبانو ادعا کړې، چې د دولتي ځواکونو یوه پوستې یې ولکه کړې.

بل لورې د نورستان سرپرست والي، تمیم نورستاني وایي چې د افغان سرتېرو څخه ملاتړ په موخه هوایي ځواکونه برګمټال ته رسېدلي دي او نښتې روانې دي.

نوموړي په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د سیمې اوسېدونکي د مرګ‎ژوبلې په اړه څرګندوي چې تر اوسه په نښتو کې ۱۴ طالب وسله‎وال وژل شوي او یوه افغان سرتيري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو طالبان ادعا کوي چې د افغان ځواکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

سیمه‎ییزو چارواکو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې او پوستې نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان ولایت سیمه‎ییز چارواکي د دې ولایت پر برګ‎مټال ولسوالۍ د طالبانو برید مني او وايي چې لا هم سیمه کې نښتې روانې دي

شریک یي کړئ