Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد هندوان او سیکان د هولي جشن نه لمانځي

افغان هندوان او سیکان په هېواد کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د هولي جشن له لمانځلو څخه لاس په سر شول.

هولي چې د پسرلي د رنګونو د جشن په نامه هم پېژندل کېږي،د هندوانو او سیکانو له خوا پر بدیو د ښېګڼو د بریا په نامه هم پېژندل کېږي.خو اوس د هېواد دغه وګړي وايي چې په اوسنۍ اوضاع او په ځانګړې توګه په کابل کې د وروستۍ پېښې څخه وروسته،د داشان جشنونو د لمانځلو پر ځای له یو بل سره د همدردۍ لپاره لسټوني راونغاړئ.

 د وروستي ترهګریز برید راهیسې د هېواد په ډېرو برخو کې ویرونکې آرامتیا خپره شوې او آن د هېواد هندو او سیک وګړي یې هم چوپتیا ته را کاږلي.

د افغانستان د هندوانو او سیکانو استازی راول سینګ وویل:«یو موټی وو،یو موټی یوو او یو موټی به وو!ټول ملیتونو زموږ په غم او ښادی کې شریک دي او په ټولو ځایونو کې چې غم او ښادي وي،موږ ګډون کړی او کوو یې.»

په څه باندې یوې وروستۍ لسیزه کې د هېواد هندوان  او سیکان په ناوړه وضعیت کې ژوند کړی. د هېواد په پرېښودو سربېره یو شمېر دا کسان د ولایتونو خوشې کولو او کابل ته د کډه کولو لپاره اړ شوي دي.

 له دې سره دا وګړي راتلونکي ته هیله من دي او په افغانستان کې په پاتې کېدو ټینګار کوي.

د هندوانو او سیکانو له خوا پر بدیو د ښېګڼو د بریا په نامه هم پېژندل کېږي.خو اوس د هېواد دغه وګړي وايي چې په اوسنۍ اوضاع او په ځانګړې توګه په کابل کې د وروستۍ پېښې څخه وروسته،د داشان جشنونو د لمانځلو پر ځای له یو بل سره د همدردۍ لپاره لسټوني راونغاړئ.

شریک یي کړئ