Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په ختیځو برخو کې د پاکستان توغندويي بریدونه دې ودرول شي

د هېواد پر ختیځو برخو د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو په غبرګون کې،د ختیځو ولایتونو ځینې مشران د جلال اباد په ښار کې سره راغونډ شوي او په لاریون یې لاس پورې کړی دی.

دغه لاریون کوونکي پاکستان د ترهګرو په ملاتړ او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر واکمنۍ په یرغل تورن وي.

په ننګرهار کې د مدنې ټولنې فعال صفت ځواک وايي:«حکومت د هغوی په وړاندې چوپ دی خو خلک د هغوی په وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدای. د پاکستان له خوا تل پر کنړ او نورو ختیځو ولایتونو توغندي توغولي. ترهګر په پاکستان کې ورزل کېږي او افغانستان ته استول کېږي.»

د مدني ټولنې بل فعال اباسین هم وویل:«موږ په ځلونو له حکومت څخه غوښتي چې دغې مسلې ته رسېدنه وکړي. که‎چېرې حکومت چوپ وي خلک چوپ نه پاتې کېږي.»

په دغه لاریون کې له مرکزي حکومت او نړیوالۍ ټولنې څخه غوښتل شوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ننګونې او ستونزمنې مسلې دې له پاکستان سره حل کړي.

 په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي چارواکي هم دا مني چې پاکستاني پوځيانو د هېواد په ختیځو برخو توغندويي بریدونه کړي دي چې په دغو بریدونو کې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي په دې اړه وايي:«د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې، غرنی هاوان، ډي سي ټوپونه هم توغول شوي. چې په یوې ورځ کې ۳۷ غرني هاوانه توغول شوي او په بله ورځ ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې د سیمې دوه تنه اوسېدونکي شهیدان شوي دي.»

که‎څه هم پاکستان ادعا کوي چې له دغو توغندیو سره ترهګرۍ ډلې په نښه کوي خو خلک وايي چې د ترهګرو اصلي پټن‎ځایونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته دي.

شریک یي کړئ