Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر افغانستان د پاکستان توغندويي بریدونو د یوه مُلکي ژوند واخیست

په ننګرهار کې امنیتي پوځيان وايي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمو د پاکستاني پوځيانو توغندويي او توپخانه‎يي بریدونو د یوه ولسي وګړي ژوند واخیست او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.

په تورخم کې پوله‎ساتي ځواکونه وايي چې د جمعې په ماښام د پاکستاني پوځيانو بریدونه د تورخم په ښارګوټي پیل او څو ساعتونه یې دوام درلود.

د پوله‎ساتو ځواکونو د لومړی لوا درستیزوال نور جهان وايي:« پاکستان ترهګر روزي، د ترهګرو اډې هلته دي دا ټولې دنیا ته مالومه ده، مونږ نه ترهګر روزو او نه دا کار  کوو. موږ د سر په بیه له خپل وطن څخه دفاع کوو، قربانۍ مو ورکړي او بیا به یې هم ورکړو.»

د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا په دغو بریدونو سوداګرو ته هم زښت زیات زیانونه رسېدلي او څو باروړنکي موټر هم سوځول شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستاني پوځيانو د توغندويي او توپخانه‎يي بریدونو د پيل شاهد او چلوونکی  سرفراز وايي چې دغه برید د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

هغه وویل:«اوه بجې به وې چې مرمۍ شروع شوې، اول هغه پورته د غونډۍ سره ولګېد، بیا بله مرمۍ راغله په دې موټر ولګېده چې یو چلوونکی په‎کې شهید شو.»

تورخم ته نږدې پرتو سیمو کې مېشت خلک د پاکستاني پوځیانو توغندیو او مرمیو ورولو تنګ کړي او له حکومته غواړي چې باید مخه یې ونېسي.

د ننګرهار د مهمند درې ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه ګل څرګنده کړه:« موږ نور په تنګ شوي یوو،  حکومت هېڅ هم نه کوي دا مرمۍ هر وخت همدغسې راروانې وي؛ خو څه نه کېږي،. موږ مجبور یو خپله د پاکستان خلاف پورته شو او ځواب یې ورکړو.»

بلخوا په ختیځ کې د پوله‎ساتو ځواکونو مسؤولین هم د پاکستاني پوځیانو توغندي مني او د نړیوالو اصولو خلاف کړنه یې بولي او پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بولي.

دا بریدونه په داسې وخت کې کېږي چې د جمعې پر ورځ پاکستاني پوځیانو د کندهار په سپین بولدک کې مرمۍ ورولې وې چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې پاکستاني لوري تدرنه مرګ ژوبله ولیده.

شریک یي کړئ