Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې غړي:ارګ د فساد پر مرکز بدل شوی

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په نننۍ (شنبې د تلې ۲۲ مه) غونډه کې ولسمشر او هغه ته نېږدې کسان یې په فساد تورن کړل او ادعا لري چې ارګ د فساد پر مرکز بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې ولسمشر درې ورځې مخکې د کابینې په غونډه کې نوماند وزیرانو ته ګواښ ورکړ، که‎چېرې د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د ولسي جرګې له غړو سره معامله وشي او یا پیسې ورکړل شي، د نوماند وزیرانو له نوملړ څخه به یې نومونه ویستل شي. دغو څرګندونو په اړه اوس ولسي جرګې غبرګون ښودلی.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي د ولسمشر دغه څرګندونې خواشینې کوونکې او ولسي جرګې ته سپکاوی بولي.

ښاغلي ابراهیمي په دې اړه وویل:«شورا د افغانستان د ثلاثه ځواک د جز په توګه، خپل حقوقي ځای‎ګی لري او د شورا او د افغانستان د خلکو د استازو په ادرس د ولسمشر له خو داسې څرګندونې سپکاوی او دغه کورته په کمه کتل دي. »

د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشردوست هم څرګنده کړه:«غني سیاسي منافقت کوي. ښه پوهېږي چې په هغو مېلستیاوو کې چې د کابل په هوټل، کابل نندارې کې ترسره شوې، د ځینو استازو په کورونو کې ترسره شوې، په دغو مېلمستیاوو کې د قران تلاوت خو نه شو.»

له دې سره د ولسي جرګې ځینو غړو پر ارګ تور پورې کړی، چې د فساد مرکز دی.

د ولسي جرګې استازي علي اکبر قاسمي په ډاګه وویل:«ښاغلی ولسمشره د فساد مرکز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دی؛ کله چې هغه ځای اصلاح شو، ټول هېواد به په خپله اصلاح شي.»

د ولسي جرګې بل غړی عبدالرحمان رحماني هم وايي:«بیا پر تاسو بار اچوي چې دننه په تالار، تشناب، چېرته او چېرته وکیلان معامله کوي!په دغې معامله کې ته په خپله ولسمشر! شریک وې او طرحه یې هم تا او د امنیت شورا جوړه کړې وه.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې نور غړي ټینګار کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د مخابراتي محصول له اړخه په مېلیونونو ټولې شوې افغانۍ بې ځایه شوي او باید په دې اړه څېړنه وشي.

د ولسي جرګې د غړو دې څرګندونو په اړه، د ولسمشرۍ چارواکو و نه غوښتل چې خبرې وکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي د ولسمشر دغه څرګندونې خواشینې کوونکې او ولسي جرګې ته سپکاوی بولي. له دې سره د ولسي جرګې ځینو غړو پر ارګ تور پورې کړی، چې د فساد مرکز دی.

شریک یي کړئ