هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې د بغلان نظامي شورا پرېکړه کړې چې د مرکزي بغلان ولسوالی له دوو لویو پوځي اډو څخه د پوځ ځواکونه باید بهر شي.
د دغه سندونو پر بنسټ د بغلان والي ، امنیه قوماندان ، د ملي امنیت رییس او په بغلان کې د پوځ قوماندان پر دغه پرېکړه لیک لاسلیکونه کړي دي.
د دغو سندونو پر بنسټ،د امنیت په ټینګښت کې د دغو اډو کار ګټور نه وو.
د بغلان امنیه قومندان نورحبیب ګلبهاري وايي کله چې یې دا سند لاسلیک کړ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دغه مرکز په اهمیت نه پوهېده.
ښاغلي ګلبهاري وویل:«د هغو اډو په اړه چې موږ په امنیتي جلسه کې وړاندې کړل؛ځکه چې موږ په سیمه کې نابلده وو،هغه موږ لاسلیک کړ،اوس چې سیمه مو ولیده په دې اړه مخالف یم.»
خو د بغلان ولایتي شورا د دغې پریکړې لاسلیک د نه بښلوږ کړنه بولي او دا طالبانو ته د بغلان د یوې برخې سپارل بولي.
د بغلان د ولايتي شورا غړي مولوي عبدالولي راجي وویل:«له بده مرغه نن د مالوماتو له مخې د پوځي شورا د دغې غوښتنې منظورې راغلې ده او کهچېرې په ادې اړه بیا کتنه ونه شي،د ډېریو سیمو د پرځېدو لامل به شي.موږ د دې په اړه اندېښنه لرو چې دغه د خندا وړ حکومت پرځېږي.»
د بغلان د ولایتي شورا بل غړي محمدظریف ظریف وویل:«کهچېرې د منګلو او علاءالدین اډه طالبانو ته ورکړل شي،۱۳ -۱۴ کلي به د طالبانو لاسته ورشي او شونې ده چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولوېږي.»
په همدې حال کې د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دا پرېکړه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پرځېدو او آن د طالبانو لاسته د بغلان د لوېدو په مانا دی.
د بغلان اوسېدونکي مهتاب الدین وايي:«موږ له دولت څخه غواړو چې د دغې معاهدې لاسلیک کول د ډنډغوري په څېر دی چې تراوسه ډنډغوري د طالبانو په لاس کې دی؛کهچېرې پوځیان له اډې څخه بهر شي،بېرته یې نهشي نیولای او شونې ده چې بغلان ولایت وپرځېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د قومونو او قبایلو چارو پخواني وزیر ګلاب منګل لخوا یوه هوکړه لاسلیک شوې وه چې د دنډ غوري سیمه طالبانو ته وسپارل شوه او دا ډله تر اوسه هم په دې سیمه کې پراخ حضور لري.