د بغلان ولایت سیمهييز چارواکي نن(یکشنبې دغويي۳۱) وايي چې درې تنه وسلهوال د افغان ځواکونو البرز۵ پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.
د بغلان امنیه قومندان، اکرامالدین سریع وايي چې وسلهوالو د ځنګله له لارې د پلخمريـبغلان لارې او د پوهنتونو شاوخوا یې بریدونه کول چې د خلکو د اندېشنې وړ وو.
دی زیاتوي چې عملیات لا هم د هوايي ځواکونو په ملاتړ روان دي او د وسلهوالو څو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
ده د عملیاتو په اړه نور جزئیات ورنکړل.