د پکتیا ولایت سیمهییزو چارواکو نن (سېشنبې د وږي۱۳مه) ویلي دي چې د دې ولایت پر ځانيخیلو ولسوالۍ د طالبانو تېرې ورځې برید دې ډلې ته له درنې مرګ ژوبلې سره په شا تمبول شوی دی.
یادو چارواکو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې تېره نیمه شپه په داسې حال کې پیل شوې چې یو شمېر طالب وسلهوالو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
دوی زیاته کړې ده چې نښتې د سهار تر کابو اتو بجو پورې دوام درلود.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې ډېر شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي.
په نښتو کې د څلورو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکول هم تائيد شوي او زیاته شوې ده چې شپږ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د پکتیا ځانيخیلو ولسوالۍ یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خو د ولایت چارواکو دا ادعاوې رد کړې.
د ولایت مقام په خبره په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې او برید یې په شا تمبول شوې ده.
په همدې حال کې د پکتیا ولایتي شورا یو غړی، تاج محمد منګل ویلي دي چې د ځانيخیلو ولسوالۍ په کوټګي کلي کې د پولیسو یوه پوسته د طالبانو لخوا نسکوره شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
ځانيخیلو ولسوالۍ د پکتیا ولایت زړه بلل کېږي او له ستراتیژيکو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي، دا ولسوالۍ د مرکز ګردیز سره ۱۵۰ کیلومتره واټن درلودو څنګ د ډیورنډ کرښې پاړه چانر او کرمې اېجنسۍ سره پوله لري.