د چهارشنبې د برید په ترڅ کې طلوع ټلوېزیون د خپل ۷ تنه کارکوونکي له لاسه ورکړ.
د دغو وژل شویو په ډله کې درې مېرمنې هم شاملې دي.
هغه کارکوونکي چې له یوې کارې ورځې څخه وروسته د کور په لور روان وو چې د ژمي یوه سړه شپه د خپلې کورنۍ د مینې په توده غېږه کې تېره کړي،خو له دې څخه بې خبره چې لاره بدلوي او هېڅکله خپلو کورونو ته نهرسېږي.
۱-محمد جواد حسیني هغه کس چې له اووه کلونو راهیسې له موبي ګروپ سره د ویډیو اېډېټر په توګه کار کاوه د هغو کسانو په ډله کې دی چې د تېرې ورځې په چاودنه کې قرباني شوي دي.
۲-زینب میرزايي هم د دغې پېښې په شهیدانو کې ده، زینب له موبي ګروپ سره دوه کاله د دوبلې په برخه کې کار کړی دی.
۳- مهري عزیزي هم په دغې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، هغې پنځه کاله وړاندې د ګرافیک په برخه کې له موبي ګروپ سره خپل کار پیل کړ،
۴- مریم ابراهیمي یوه بله نجلې ده چې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، مېرمن ابراهیمي شپږ میاشتې وړاندې له موبي ګروپ سره کار پیل کړی وو.
۵-حسین امیري هم د طالبانو په برید کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ،هغه اته کاله وړاندې له موبي ګروپ سره کار پیل کړ او د ډيکور په برخه کې یې کار کاوه.
۶-محمد علي محمدي چې پنځه کاله وړاندې د فارسي دوبلې په څانګه کې له موبي ګروپ سره کار پیل کړی وه هغه هم د وژل شویو په منځ کې دی.
۷- محمد حسین کور ته د رسېدو هیله د تل لپاره ګور ته یوړه. حسین له شپږو کلونو راهیسې له موبي ګروپ سره د موټرچلونکي په توګه دنده ترسره کوله.
د چهارشنبې په ورځ د طلوع ټلوېزیون په کارکوونکي برید د افغانستان په رسنیو تر ټولو مرګونی برید بلل کېږي.