Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل تېرې ورځې برید په تړاو نړیوال غبرګونونه

کابل کې پر زیږنتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د تېرې ورځې بریدونو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم د سیمې خلک او شاهدان د مرګ ژوبلې شمېر ډېر ښیې، خو د حکومت د شمېرو له مخې دغو بریدونو کې ۳۷ تنه وژل شوي او نېږدې ۹۰ تنه ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د بریدونو غندولو ترڅنګ افغان حکومت او  طالبان د بریدونو عاملانو عدالت راکاږو ته رابللي دي.

هغه په خپله تویټر پاڼه لیکلي دي چې افغانان باید سره یو او د ترهګرو پر وړاندې یوه جبهه جوړه کړي.

همداراز ملګرو ملتونو، د روغتیا نړیوال بنسټ او د بخښنې نړیوال بنسټونو هم دا بریدونه غندلي او محکمې ته د عاملانو پر راکاږلو یې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم خبرپاڼه کې ویلي دي:« له نفرته ډک او بد ترهګریز بریدونه چې افغانستان کې د روژې مبارکې میاشتې او له کرونا ویروس سره د مبارزې په وخت کې دا ډول بریدونه د منلونه دي، او د غندلو وړ دي.»

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«موږ ولیدل چې طالبانو دغو بریدونو کې هر ډول مسوولیت رد کړ او هغه یې شنیع وبللې. طالبان او افغان حکومت باید سره همکاري وکړي څو عاملان یې عدالت ته راوکاږل شي.»

په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې دا بریدونه طالبانو او ملاتړو یې کړي دي. په همدې موخه ولسمشر غني سپارښتنه کړې، څو د افغان ځواکونو پوځي عملیات یرغلیز شي.

همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه غندلي او هغه یې ترهګریز بللي دي.

سعودي عربستان هم د بریدونو غندلو سره یوځل بیا له افغانستان سره د "ترهګرۍ، تندلارۍ او تاوتریوالي سره د مبارزې په برخه کې" خپله همکاري او ژمنتیا بیان کړې ده.

د ایران سفارت هم ننګرهار او کابل کې بریدونه «ترهګریز» بللي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو لپاره هڅې کوي.

حکومت وايي چې دا بریدونه د طالبانو او د دغې ډلې د تمویل کوونکو کار دی.

شریک یي کړئ