Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په قره‎باغ ولسوالۍ کې د طالبانو پراخ حضور

د کابل ولایت د قره‎باغ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو حضور د دغې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې پراختیا موندلې او په دې وروستیو کې دغو ډلې د خلکو په منځ کې شپني لیکونه(شب‎نامې) خپرې کړې دي.

د طلوع نیوز خبریال میر عابد جوینده چې د قره‎باع ولسوالۍ «سبز سنګ» کلي ته تللی وايي چې د دغه کلي اوسېدونکي له وېرې، د ناامنیو په اړه په احتیاط خبرې کوي او ډېری د کمرې په لیدو سره تېښته کوي.

د دغه کلي ځینې اوسېدونکي وايي چې طالبان په قره‎باغ ولسوالۍ کې فعالیت لري او د «سبزسنګ»او همدارنګه له دغې ولسوالۍ څخه بهر هم شته او له خورو فعالیتونو سره د خلکو په منځ کې وېره او ډار رامنځته کوي.

د قره‎باغ یو تن اوسېدونکي همایون په دې اړه وویل:«په تېرو وختونو کې هېڅ هم نه وو،امنیت تأمین وه خلک د شپې تر ۱۱ او ۱۲ بجو تګ راتګ کاوه.»

د دغېولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالجمیل هم وايي:«خدای ښه پوهېږي چې دغه کسان له کومه دلته راځي مطلب چې دلته شته دي.»

ملنګ د سبز سنګ کلي یو تن اوسېدونکی دی چې تنورونه جوړوي، هغه په دې برخه کې د طالبانو له فعالیتونو بې خبري څرګندوي.

ملنګ زیاته کړه:«زه چې دلته ګرځم؛هېڅوک ماته څه نه وايي،بې غمه تګ راتګ کوم.»

د «سبزسنګ»کلی د استالف ولسوالۍ د واټ تر غاړی پروت دی او له شمالي ولایتونو سره د کابل لویې لارې په څو مترۍ کې موقعیت لري.

د قره‎باغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغو برخو کې د طالبانو حضور لویې لارې ته ستر ګواښ دی.

چلوونکي او هټۍوال په دغې سیمه کې د ناامنیو له زیاتوالي اندېښمن دي.

د استالف ولسوالۍ په لاره کې د موټر چلوونکی نجیب وايي:«له هر ځایه راځي په دې سیمه کې خپل عملیات کوي.»

هټۍوال عبدالحمید هم وویل:«د دغو کسانو په منځ کې د سیمې او له ولسوالۍ څخه بهر کسان شته دي او فعالیت کوي.»

د قره باغ د پولیسو قوماندان د طالبانو د فعالیتونو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو د قره باغ ولسوالۍ په دې اړه په اختیاط خبرې کوي.

د قره‎باغ ولسوال شریفي په دې اړه څرګنده کړه:«ځینې سیمه‎ییز همکاران لري، په ځانګړې توګه د سبز سنګ په کلي کې په تېرو وختونو کې یې هم په دغه کلي کې همکار یې درلود او شونې ده چې اوس یې هم ولري.»

د قره باغ ولسوالۍ د کابل ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې موقعیت لري، پوځي کارپوهان په دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیت د کابل د امنیت لپاره د خطر زنګ بولي.

د کابل د قره‎باغ ولسوالۍ په ځینو کلیو کې د طالبان حضور زیاتوالی موندلی او د دغې ډلې کسان په دې وروستیو کې د خلکو په منځ کې شب‎نامې خپرې کړې دي.

شریک یي کړئ