Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانګو تبې تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۴ کسانو ژوند اخیستی

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د لوی اختر رارسيدو او د څارویو ذبحه کولو سره د کانګو تبې ناروغي د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې لیدل شوې او د پراختیا په حال کې ده.

دعامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې دروان هجري لمریز کال له پيل راهیسې په ټول هېواد کې په کانګو ناروغۍ اخته ۳۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او په دې موده کې کابو ۲۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

ډاکتران له دې ناروغۍ د خلکو بې خبري او له څارویو سره د تماس پرمهال روغتیا اصولو ته بې پامي د دې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه بولي.

د کابل انتاني روغتون رئیس، اسدالله عصمت وايي:‎«دروان ۱۳۹۷ کال حل میاشتې راهیسې تر اوسه پورې ۱۶۷ ناروغان د کانګو ناروغۍ له کبله روغتونونو ته رالېږدول شوي دي.»

د وینې د مرکزي بانګ یو شمېر ډاکتران د دغې ناروغۍ په اړه د انديښنې په څرګندولو سره وايي اتیا سلنه کسان چې دغه بانګ ته ورځي د کانګو ناروغانو ته وینه ورکوي.

کانګو ناروغي څلویښت سلنه وژونکې ده او ددې ناروغۍ پرمهال ناروغ له ستومانۍ، تبې، خونریزۍ او زړه بدوالي سره مخامخ کیږي.

د کابل په انتاني روغتون کې یو شمیر ناروغان چې د کانګو په تبه اخته شوي روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

خلک له عامې روغتیا وزارته غواړي د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د هیواد په لیرې پرتو ولایتونو او کلیو کې د عامه پوهاوي پروګرام پراخ کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کانګو ناروغي د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ډېر شمېر کسان اخته کړي دي او یوازې د کابل انتاني روغتون ته ۱۶۷ تنه لیږدول شوي دي

شریک یي کړئ