د عامې روغتیا وزارت وايي، د کانګو ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره یې کمپاین پیل کړی دی.
لهدې سره هممهاله په کابل کې د انسانانو او حیواناتو د ګډو ناروغیو په ځانګړې توګه د کانګو تبې د خطرونو په اړه د سهشنبې په ورځ د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت د سیمهییزې څارنې د څانګې مسوول حزب الله جلیل وايي: «په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. په تېرو کلونو د دې ناروغۍ په اړه کمپاین شوی دی، سږ کال به هم کېږي.»
اخوا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کانګو ویروس د خپرېدو مخنوي لپاره په هغه ځایونو کې دوا شیندلې چې څاروي پهکې پلورل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا رییس ذاکر الله ذاکر وايي: «په کابل کې چې د څارویو هر څومره د پیر او پلور ځایونه دي، موږ ورته خپلې ډلې لېږو. هلته پر هر څاروي جلا-جلا دوا شیندو او په هغه ځای کې څاروي حلالېږي، هم دوا شیندو.»
بل خوا کابل پوهنتون د دې ناروغۍ د خطرونو په تړاو د عامه پوهاوي د یوې غونډې کوربه و.
د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز وايي: «په هغه سیمو کې چې ګواښ او ناروغۍ دي، خلکو ته یې په اړه مالومات او پوهاوی ورکول اړین دي.»
یو زدهکړیال حشمتالله وايي: «هغه کسانو چې دلته ګډون کړی، دلته چې څه اوري، بېرون دې یې هغو خلکو ته وړاندې کړي چې د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، دا چاره سل سلنه اغیزناکه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ هم ویلي چې د ښار د پاک ساتلو او د کانګو ناروغۍ د مخینوي په موخه یې د کابل په څلورو دروازو کې د څارویو د پلور ځایونه مشخص کړي دي.
په دې اړه مو اندونه