په کندز کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دولتي ځواکونو د تېرو ۶ ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۸۸ طالبان وژل شوي او ۷۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
په کندز کې د ملي پوځ د شلمې فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي وایي، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د «پامیر ۱۴ » په نوم شپږ ورځنیوعملیاتو کې طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا د عملیاتو په لړ کې، څو کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه لا هم ښه مخ په وړاندې روان دي.
ښاغلي موسوي په دې اړه زیاته کړه:«د پامیر ۱۴ پوځي عملیات چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې جریان لري تراوسه دښمن ته کک ګوزارونه ورکړل شوي او د طالبانو له ولکې څو کلي بهر کړل شوي.»
له دې سره پوځیان وایي، د همدغو عملیاتو په پایله کې، د امام صاحب، د قرغز، ګمبذ او ګنجک سیمې یې د طالبانو له حضوره پاکې کړې دي.
د پامیر۲۰ مې فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي په ډاګه کړه:«زه د امنیتي ځواکونو په استازیتوب چې په ګډه د پامیر ۱۴ په پوځي عملیاتو کې ګډون لري د امام صاحب ټولو اوسېدونکو او د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دښمن تر لهمنځه وړلو خپلې دندې ته دوام ورکوم.»
د ملي پوځ سرتېري فرهاد هم په دې اړه وویل:«یوه اوونۍ کېږي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې فعالیت کوو، او په خیر موږ مخکې تګ کړی او د هغوی مورچلې مو نیولې دي، د هغوی اډه هم موږ ونیوله. د وینې یو څاڅکی چې هم زموږ په تن کې وي مخکې تګ کوو. »
تر دې وړاندې، په کندز کې چاراکو ویلي وو، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د طالبانو روزنیز مرکزونه فعال دي.
اوس نو ځایي چارواکي وایي، طالبانو سره په جګړه کې لاسبري دي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې طالبان ان د کندز په ښار ځینو سیمو کې هم شته.