د هېواد په شمال کې د پوځ چارواکي وايي چې د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ نن شپه(سېشنبې د زمري۴مه) د افغان ځواکونو لاسته ولوېده.
د ۲۰۹شاهین قول اردو د رسنیو دفتر ویاند، جګړن نصرتالله جمشیدي څرګندوي چې د یادې ولسوالۍ مرکز نیولو په موخه پوځي عملیات مازدیګر ۶ بجې پیل شوي او چې کابو د شپې نهه بجې پایته رسېدلي دي.
ښاغلی جمشیدي زیاتوي چې په دې ن ښته کې د طالبانو ډلې ۲۰ تنه غړي وژل شوي دي او مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د نوموړي په خبره طالبان له سیمې تښتېدلي دي او افغان ځواکونو د ولسوالۍ مرکز نیولی دی.
د کوهستان ولسوالي د فاریاب مرکز میمنې ښار په ۱۲۹ کیلومټرۍ کې پرته ده. دا ولسوالۍ ۱۳۵ کلي او کابو سل زره وګړي لري.
کوهستان ولسوالي له غور، بادغیس او سرپل سره پوله لري، دا ولسوالي له قیصار، المار، پښتونکوټ او ګریزوان ولسوالیو سره لاره لري.