Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګارډین ورځپاڼه:سیمه‎ییز قومندانان بشري حقونو تر پښو لاندې کوي

د ګارډين ورځپاڼې په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د لوېدیځ مرسته شوې پیسې د افغانستان د ملي امنیت له خوا بد نامو سیمه‎ییزو قومندانانو ته ورکول کېږي.

دغه روځپاڼه لیکي چې ځینې سیمه‎ييز قومندانان چې د امریکا د څارګرې ادارې یا سي ای اې له خوا یې مالي ملاتړ کېږي،په پراخه توګه د بشري حقونو پر سرغړونې لاس پورې کوي.

په دغه رپوټ کې په تخار کې سیمه‎ييز قومندان پیرام قل چې له ملي امینت څخه پیسې اخلي د بشري حقونو د یوه سرغړونکي په توګه او همدارنګه د یوه ظالم قومندان په توګه نوم راغلی دی،خو قومندان پیرام قل دغه تورونه ردوي.

د ګارډین برېتانوۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د لویدیځ په تېره بیا د سي اي اې استخباراتي پیسې د هېواد د ملي امنیت لخوا بدنامو سیمه‎يیزو قوماندانانو ته ورکول کېږي چې دغو کسانو په د دې پيسو په کارولو شخصي زندانونه جوړ کړي او تېري، زورویلو، وژنو او د ملکي خلکو بندي کولو ته یې مخه کړې ده.

پخواني پوځي کابل خان زرمتي په دې اړه وویل:«ده کسان په ډېرو جنايي جرمونو کې لاس لري،د شوکې او د لارو نیول غلاوې د خلکو پر کورونو تېری او همدارنګه د خلکو پر ناموس او  اخاذۍ په څېر جرمونو کې لاس لري.»

په دې رپوټ کې د پيرام قل په نوم د تخار سیمه‎يیز قوماندان ته اشاره شوې ده، د دغه رپوټ پربنسټ پيرام قل د خپلو ۵۰۰ تنو د وسله وال کولو لپاره ۸۵ زره ډالر ترلاسه کړي دي، په دې رپوټ کې راغلي پیرام قُل په دغو پيسو شخصي زندان جوړ کړی او له خلکو د باج اخیستو لپاره ملکي خلک بندي او ربړوي.

پوځي کارپوه صالح محمد ریګستاني هم څرګنده کړه:«دولت په هغو ځایونو کې چې د دوی کړنه ښه وي له هغوی څخه ملاتړ وکړي او په هغو ځایونو کې چې کړنه یې بده او د خلکو په زیان وي باید مخه یې ونیول شي.»

د پيرام قُل وسله والو کسانو څه موده مخکې په یوه کمین کې د تخار د ولایتي شورا غړی عین الدین رستاقي وواژه او دا دوسیه تراوسه نه ده څېړل شوې، ځکه د سیمې د  اوسېدونکو په وینا پیرام قُل د حکومتي چارواکو په ګډون له هېچا ویره نه‎لري.

سربېره پر دې د روان کال په جولای میاشت کې د پيرام قُل وسله والو د نجیب په نوم د رستاق ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې هوټل لري نیولی او له وهلو ټکولو او بندي کولو وروسته دغه کس مجبور شو درې زره ډالر ورکړي.

د تخار والي یاسین ضیاء په دې اړه زیاته کړه:«دا منو چې نا مسؤوله وسله‎وال یوه ننګونه ده نه یوازې د تخار لپاره بلکې د افغانستان د بېلابېلو سیمو لپاره خو دلته په تخار ولایت کې په هغه کچه چې یادونه یې شوې،چې ګواکې دلته د پرمختګ او د قانون د پلي کېدو مخنیوی کوي تر دې بریده زموږ لپاره جدي ننګونه نه ده.»

۵۵ کلن پیرام قُل له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د یوه ظالم قوماندان په توګه واکمني کوي.

نوموړی دا مني چې اصلي دښمنان یې طالبان نه دي چې له امله یې له ملي امنیت څخه پيسې اخلي بلکې په سیمه کې واکمن سیمه‎يیز چارواکي دي.

د هېواد ملي امنیت زیات شمېر سیمه‎يیزو چارواکو او د ولسي پاڅون کوونکو او له ترهګرو سره د جګړې په نوم زیاتې پیسې ورکوي.

شریک یي کړئ