د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره (نن شنبې د کب۱۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې هلمند ولایت کې ترسره شوي لس تنه ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو ترهګرو کې درې تنه پاکستاني هم شامل دي.
د افغان ځواکونو دا پوځي عملیات د لشکرګاه ښار په خشکاوبه سیمه کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه خبر ورکوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
په همدې حال کې خبرپاڼه د پکتیا په زیړوک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو خبر ورکوي چې په ترڅ کې یې د وسلهوالو د وسلو یوه زېرمه د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.
خبرپاڼې په دې اړه جزئيات نه دي وکړي.