Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۴۰۰ بستریز روغتون د وضعیت د څېړلو لپاره د یوه پلاوي ګمارل

د ملي دفاع وزارت نن (سې‎شنبې د زمري په ۲۴ مه) اعلان کړی چې دغه وزارت د سردار محمد داوخان د ۴۰۰ بستریز روغتون د وضعیت د څېړلو لپاره یوه لوړپوړی پلاوی ګمارلی دی.

دا پرېکړه له هغې وروسته شوې ده چې په دغه روغتون کې د ملي پوځ د ناروغانو د رسېدنې په اړه شکایتونو،بیرون ته درز کړی دی.

دغه وزارت وايي چې د دغه وزارت مالي څانګې ته یې حکم کړی ترڅو د محمد داوود خان روغتون ټولې اړتیاوې تأمین کړي.

د ملي پوځ یو سرتېری چې دانه ګل نومېږي او له پکتیا د خپل بدخشاني هم سنګر سره د مرستې لپاره چې په جګړه کې یې خپلې سترګې له لاسه ورکړي راغلی دی.  

د ملي اردو دغه سرتېری وايي چې ملګری یې په سردارمحمد داوود خان روغتون کې بستر دی خو د روغتون ډاکتران تل داسې نسخې ورکوي چې درمل یې په دغه روغتون کې نشته.

د ملي پوځ سرتېري دانه ګل وویل:«په دې ځای (روغتون) کې که‎چېرې د کوم جنرال لور راشئ، ډاکټر په بېړه جنرال ته زنګ وي او جنرال هم وايي چې لور ته مې عالي درمل ورکړې!خو سرتېری ټپي پروت دی او څوک یې پوښتنه نه کوي! زه د دغو نخسو د روپۍ چې ملګري ته مې ورکوم له کومه کړم؟زه هم د ملي دفاع وزارت سرتېری یم، له کوم بل ارګان څخه نه یم!که‎چېرې غواړي چې خیرات راغونډ کړم، کوم یې؛ ځکه چې ملګری مې اړتیا لري.»

نوموړی چې د خپل ملګري په روغتیايي وضعیت او د ډاکترانو پر دې چلند خواشینی دی، له حکومت څخه غواړي چې دغو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

دانه ګل زیاتوي:«زما غږ دغو غلو ته ورسوئ چې یو (...) او (...) په موضوع پوه شي او روغتون ته یو سر را ایسته کړي د یوه سرتېري د زړه درد واوري او وویني چې سرتېری څه ډول لوېدلی او څوک یې پوښتنه نه کوي.»

د پوځي چارو کارپوهان په هېواد کې د پوځي ټپيانو په وړاندې د بې پامیو په اړه خبرداری ورکوي.

پخواني پوځي محسن مختار په ډاګه کړه:«جنګي ټپي،باید یوه روپۍ هم له جېبه ونه لګوي!د هغه ټوله درملنه وړیا ده،د دولت په پیسو دی او دولت اړ دی چې دغه ټپي دننه په هېواد او یا هم په بهر کې یې درملنه وکړي.»

له بلخوا ملي دفاع وزارت په سردارمحمد داوود خان روغتون کې د دغه راز شکایتونو د څېړلو د پيلولو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«یو ډېر ستر پلاوی یې ګمارلی او استولی ترڅو وویني چې کوم درمل نشته او مالي رییس ته یې ویلي چې هر څومره پیسې پرې لګېږي ورته یې ورکړي چې پیسې له بازار څخه وپېري.»

ټپي پوځیانو ته پر نه پاملرنې او همداراز د وژل شویو سرتېرو د کورنیو په وړاندې د بې پامۍ په اړه تل شکایتونه شوي دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم ویلي چې افغانستان هره میاشت څلور زره پوځیان له لاسه ورکوي چې ډېری دا کسان په جنګي تلفاتو کې له منځه نه ځي بلکې په ملي اردو او پولیسو کې د ناسم مشرتابه له امله دندې پرېږدي.

شریک یي کړئ