Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رازق: د حزب اسلامي خوشې شوي بندیان له طالبانو سره یوځای شوي

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي د حزب اسلامي اړوند هغه بندیان چې له زندانه ازاد شوي، په دې ولایت کې له طالبانو سره یوځای شوي دي او دا کار د ناامنۍ لامل دی.

جنرال رازق سرخط ورځپاڼې ته ویلي، د کندهار دامان کې د تېرې اوونۍ ځانمرګي برید کې چې ۱۱ ماشومان وژل شوي وو، د ولي محمد په نوم د حزب اسلامي هغه کس پلان کړی وه چې پخوا له حکومت سره بندي و او تازه خوشې شوی دی.

د کندهار دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي، په ارغستان ولسوالۍ کې چې یو طالب قومندان د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی وه، اوس د حزب اسلامي د بندیانو په نوم خوشی شوی دی، خو جنرال رازق د دې قومندان نوم نه اخلي.

خو حزب اسلامي دا خبرې رد کړي او وایي له بنده د حزب اسلامي خوشې شوي بندیان بېرته جګړې ته نه دي ستانه شوي.

د حزب اسلامي غړی، محمد امین کریم زیاتوي:«زه چلنج ورکوم هغه کسان چې خوشې شوي او نومونه یې رسنیو کې خپاره شوي، که د دولت مخالفو وسله‎والو سره یوځای شوي وي. دا ډول له حکومت سره د حزب اسلامي ګوند سولې بهیر کې ګاڼي اچوي.»

له دې سره هم‎مهاله د سولې عالي شورا هم په ترهګریزو فعالیتونو کې د حزب اسلامي د خوشي شویو غړو لاس لرل ردوي.

د سولې عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري وايي:«موږ داسې بیلګه نلرو، هغه کسان چې آزاد شوي وي او بیا یې جګړه پیل کړي وي.»

له دې سره سره د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي د خوشي شویو کسانو د فعالیت پر څرنګوالي د حکومت څارنه د ولسي جرګې د ځینو غړو غوښتنه ده.

د ولسي جرګې غړی، مخدوم عبدالله محمدي وايي:«د افغانستان حکومت باید چې نظارت ولري له هغو کسانو چې خوشې شوي، دا چې پر څه بوخت دي او څه کارونه کوي. او دا څار باید ډېر دقیق وشي.»

په همدې حال کې حزب اسلامي له حکومت څخه غواړي، د دې ګوند د خوشي شویو غړو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

تراوسه د حزب اسلامي ۱۵۳ غړي د افغانستان له زندانونو خوشي شوي دي، ځینې سرچینې وايي له دې منځه ۷۰  کسان یې مهم او د حزب اسلامي پخواني قوماندانان وو.

د کندهار امنیه قومندان وايي له بند څخه د حزب اسلامي ګوند خوښې شوي کسان ټول په دې ولایت کې له طالبانو سره یوځای شوي او د دولت ضد فعالیت کوي

شریک یي کړئ