د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو.
په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې دا پرېکړه د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې پر بنسټ نیول شوې ده.
د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ښاغلی رحیمي کولای شي چې د کابینې، ملي امنیت شورا، کمېسیونونو په غونډو او عالي شوراګانو کې ګډون وکړي.
ښاغلی رحیمي له دې مخکې د ولسمشر د دفتر رییس و.