د هېواد د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې، رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې د دولتي ادارو په بې پروایۍ نیوکې کوي .
دا ادارې له حکومت څخه غواړي چې، د بیان آزادۍ او رسنیو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.
اخوا، حکومت بیا وایي چې د ولسمشر د فرمان او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، ټولې دولتي ادارې مکلف دي چې رسنیو ته اطلاعات ورکړي.
خو لیدل کېږي چې د ولسمشر لخوا مالوماتو ته د لاسرسي د قانون له توشیح د دوو کلونو په تېرېدو سره یو شمېر دولتي ادارې تراوسه هم د دغه قانون په پلي کېدو کې بې پامي کوي.
په همدی حال کې د نی رییس د هېواد د مرکز او ولایتونو د خبریالانو د اندېښنو په اړه وايي:«د ولسي جرګې د غړي معلم میرولي پر کور د برید د څرنګوالي په اړه ډېری خبریالان نه دي توانېدلي مالومات ترلاسه کړي. حکومت باید هغه سندونه چې لاسلیک کوي تعقیب هم کړي.»
د غږیزو رسنیو خبریالان په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، د څېړنیزو رپوټونو په برابرولو کې مالوماتو ته ډېره اړتیا ده خو خبریالان تر ډېره د دولتي ادارو له منفي ځواب سره مخامخ کېږي.
خبریال محمد حلیم کریمي وايي:«کله چې موږ غواړو د یوې موضوع په اړه ادارو ته مراجعه وکړ،حتا هغه مالومات چې د ملي ګټو په خلاف نه دي،هم موږ ته نهراکول کېږي او کهچېرې مالومات هم راکوي ډېر موثق نه دي.»
بل خبریال سنګر احمدي هم څرګنده کړه:«کله چې موږ غواړو یو رپوټ چمتو کړو لومړی دولتي ځواکونه موږ ته ځواب نهراکوي او کله چې ځواب هم راکړي په ډېرې سختۍ سره د اړتیا وړ مالومات راکوي.»
د ولسمشرۍ ماڼۍ ځواب
ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کوي چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دولتي ادارو د ورځنیو ناستو زیاتوالی د دغو ستونزو د حل لپاره دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي په دې اړه روښانه کړه:«ملي یووالی حکومت رسنیو ته د مالوماتو ورکړې،د رسنیو آزاد فعالیت،او د بیان آزادۍ ته ژمن دی؛خو څو ټکي د یادولو دي.»
ښاغلی مرتضوي زیاتوي:«یو:یو شمېر رسنۍ مالومات له هغو ادارو څخه غواړي چې په هغو ادارو پورې تړاو نهلري.دویم:ځینې رسنۍ چې اطلاعات غواړي وخت ته اړتیا لري.درېیم:هغه مالومات چې د عدلي،قضايي او یا هم امنیتي بنسټونو پورې تړاو لري،تر هغه مهاله چې بهیر بشپړ نهشي،اداره نهشي کولای له رسنیو سره مالومات شریک کړي.»
د ولسمشر ژمنې
ولسمشر غني په ځلونو په غونډو کې له خبریالانو سره دغې ستونزې ته د رسېدنې لپاره ژمنې کړې دي.
ولسمشر غني له خبریالانو سره په یوې غونډه کې ویلي وو:«اړتیا ده چې مالوماتو ته د لاسرسۍ کمېسیون په یوه بنسټ بدل شي او موږ په واضح توګه پوه شو چې مالومات د کسانو په انحصار کې نه دی.»
له ټنبلو خبریانو څخه نیوکې
خو په دې اړه مالوماتو ته پر لاسرسي د څارنې په کمېسیون کې د خپلو شکایتونو د ثبتولو په کار کې د خبریالانو ناغېړي هم لیدل کېږي.
مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس اکرام افضلي وايي:«تراوسه د رسنیو او خبریالانو لهخوا موږ ته په لیکنې بڼه شکایت نه دی رسېدلی؛خو موږ په ټولنه کې ډېر شکایتونه اورو چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې ډېرې ستونزې شتونلري.»
د بیان آزادۍ ته درناوی او له رسنیو سره د مالوماتو شریکول د حکومت جدي ژمنه بلل کېږي خو تراوسه هم په دې اړه شکایتونه شته او ډېری رسنۍ مالوماتو ته د رسنیو له نه لاسرسۍ څخه شکایت لري.