Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زینب او منیژه پروان کې د سېلابونو دوه بې برخلیکه زیانمنې ماشومانې

په چاریکار ښار کې د وروستیو سېلابونو ناوړه اغېزو، د ځينو قربانیانو د پاتې غړو د ژوند دوام یې تریخ او ستونزمن کړی دی.

زینب او منیژې چې خپل پلار، مور او دوه خویندې او ټول شته په سېلابونو کې له لاسه ورکړي دي؛ اوس د خپل ناڅرګند برخلیک په هلکه اندېښمن دي.

د دغو دوه ماشومانو تره وحید چې اوس د دوی سرپرستي پر غاړه اخیستې ده وايي چې په خپله هم ناړه اقتصادي وضعیت کې دی. هغه زیاتوي اړتیا ده چې حکومت او مرستندویه بنسټونه له ځنډ پرته د زیانمنو ستونزو ته د پاملرنې لپاره لاس په کار شي.
          
د زینب او منیژې تره  وحید وویل:«پلار یې دلته و، مړی مو راویستو، بل یې دلته و؛ بل یې هلته و. دوه نور لاندې وو یوه خور مو له سېلاب څخه دوه ورځې وروسته راواېستله.»

زینب اووه کلنه ده او منیژه چې ټپي شوې ده، دوولس کلنه ده. دا دوې ماشومې اوس له یوه ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي. د دغو نجونو تره  دغه راز  زیانمنو ته د حکومت د جدي پاملرنه غوښتنه کوي.

وحید زیاتوي:«له دوی مالي ملاتړ وکړي چې خپل لیک لوست ته ورسېږي، کور یې په دې حالت دی. باید کور یې جوړ شي. زما په وس کې نور څه نشته چې له دوی سره مرسته وکړم.»

په پروان کې د یوې قرباني شوې کورنۍ پاتې غړې زینب وايي:«زه غواړم چې درس ووایم، پلار، مور او دوه خویندې مې مړه شول، غواړم چې له موږ سره مرسته وشي.»
 
د چاریکار ښار په ځینو برخو کې وروستیو سېلابونو د درنو تلفاتو پر اړولو سربېره  خلکو ته سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

عبدالصبور وایي چې عادي ژوندانه د ستنېدو لپاره مجبور دی چې سختې لارې ته مخه کړي.
                
په پروان کې سېلابونو له امله زیانمن شوی عبدالصبور وویل:«وايي چې په مات لاس کار کېږي، خو په مات زړه نه، اوس زموږ زړه مات دی او زموږ له لاسه هېڅ کار نه کېږي.»
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې هکله وویل:«په پروان ولایت کې د زیانمنو ته د ژغورنې عملیات دوام لري او ولسمشر ټولو بنسټونو ته لارښونه کړې چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.»

په چارېکار ښار کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله نږدې ۱۳۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۳۰ تنه نور ټپيان شول. دغو سېلابونو ۵۰۰ کورونه هم په بشپړ ډول وران کړي دي.

د دغو دوه ماشومانو تره وحید چې اوس د دوی سرپرستي پر غاړه اخیستې ده وايي چې په خپله هم ناړه اقتصادي وضعیت کې دی.

شریک یي کړئ