Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۱۶ تنو ته لوړ شو

په پروان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۶ او د ټپيان شوې هم ۱۳۰ تنو ته ورسېد.

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې څومري مړي تر ویجاړیو لاندې پاتې دي، خو د طلوع نیوز خبریال د پېښې له سیمې رپوټ ورکوي چې د ژغورنې ډلې لا هم د مړو د راوستو په هڅه کې دي او د نن له سهاره تراوسه یې پنځه نوي مړي له خاورو راویستلي دي.

ورته مهال په پروان کې د قربانیانو او زیانمنو کورنۍ چې په خراب وضعیت کې دي د حکومت په ځانګړې توګه د ځايي چارواکو پر بې پامۍ نیوکه کوي.

دوی وايي چې څلور ورځې کېږي چې په خراب وضعیت کې دي او حتا وږي ویده شوي دي.

په پروان ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو او زیانمنو د شمېر له زیاتوالي سره، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دغو زیانمنو ته د مرستو غونډولو لپاره لسټوني رانغاړلي دي.

له دې ډلې په کابل کې د ځوانانو یوه ډله د پروان له سېلاب څپلو سره د مرستې غونډولو لپاره کوڅه په کوڅه کمپاین پیل کړی دی.

د پېښو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې د دې ښودنه کوي چې پروان کې د سېلابونو د وژل شویو شمېر څه باندې سلو تنو ته رسېدلی دی. د دغو شمېرو پربنسټ په ټول کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۰ تنه مړه شوي دي او ۲۵۰ نور ټپيان دي.

پروان، کاپیسا، کابل، پنجشیر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، لغمان، خوست او غزني هغه ولایتونه دي چې په کې سېلانونه راغلي دي. د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ، دغې سېلابونو کورنه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي. 

شریک یي کړئ