Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: لغمان کې د طالبانو برید کې ۲۷ دولتي ځواکونه وژل شوي

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر یوه موټري کاروان د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږ ۲۷ دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، ۹ امنیتي ځواکونه نادرکه دي.

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ۲۴ امنیتي ځواکونو چې غوښتل یې په لغمان کې پوسته جوړه کړي د طالبانو په برید کې وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند همدارنګه ویلي چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۳ ټانګو هم له منځه تللي دي.

ملي دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تېره شپه د لغمان په علی شینګ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی. د ملي دفاع وزارت په وینا دغه برید په شاتمبول شوی او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره هم مهاله د هېوا په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان په دوه وروستیو میاشتو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي خبر ورکوي.

جنرال ایوب حسین خېل وايي چې د ننګرهار، کونړ او نورستان په ډېریو سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

ښاغلي حسین خېل په دې اړه زیاته کړه:«د جینش محمد ډله هم دلته راغلي دي. القاعده هم ورسره همکاري کوي. پاکستانیان هم د دوی په منځ کې حضور لري او دا مړي چې تاسې وینئ افریدي دي له پاکستان څخه دي وروسته به معلومه شي چې دغه مړي به د پاکستان کوم ځای ته ولېږدوي.»

طالبانو تېره شپه د ننګرهار په خوګیانۍ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو او د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي، خو د چارواکو پر وینا دا بریدونه پر شاتمبول شوي دي.

شریک یي کړئ