ناټو له کلمبیا غواړي ترڅو په دغه هېواد کې د جګړې په ختمولو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
د ناټو سر منشي وايي چې کلمبیا کولای شي له افغانستان سره د جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې په دې اړه وویل:« د ناټو ایتلاف کولی شي د افغانستان د سولې په تړاو د کلمبیا له تجربې ګټه واخلي. د ناټو سازمان د کلمبیا په څېر هېوادونو همکاري ته چې له موږ سره ګډ ارزښتونه او ګټې لري ژمن دی. موږ له کلمبیا څخه د دغه هېواد د حکومت په غوښتنه ملاتړ کوو.»
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان دوه ورځې وړاندې د افغانستان جنګي حالت د کلمبیا له تېرو جګړو سره پرتله کړ، هلته فارک جنګیالیو د تاوتریخوالي ترڅنګ د سولې خبرو ته هم دوام ورکړ.
په ورته وخت کې د کلمبیا ولسمشر په افغانستان کې له ناټو سره له همکارۍ ډاډ ورکوي.
د کلمبیا ولسمشر خوآن مانوئل سانټوس په دې اړه څرګنده کړه:« زه د ناټو له لوی منشي پوښتنه کوم که ناټو په ځانګړو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي دغه کار به د دې عامل شي چې زموږ هېواد له نورو هېوادونو سره چې په افغانستان کې زموږ مرستو ته اړتیا لري مرسته وکړو.»
په کلمبیا کې د فارک اورپکو او دولتي ځواکونو جګړه دوه کاله وړاندې پایته رسېدلې وه.
د کلمبیا ولسمشر او د فارک اورپکو مشر د سولې هوکړه لیک په لاسلیک سره دا جګړه پایته ورسوله.
په دغو جګړو کې څه باندې دوه سوه شپیته زره کسان وژل شوي وو.