Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاف له عربي چارواکو سره د لیدو په موخه سعودي ته په سفر ولاړ

د هېواد پخوانی جهادي مشر، عبدرب الرسول سیاف سعودې عربستان ته د دې هېواد له چارواکو سره د لیدنې په موخه تلی دی.

ښاغلي سیاف ته نېږدې سرچینې څرګندوي چې نوموړی تېره ورځ (جمعه د سلواغې۲۰مه) تلی او د خبرو اترو موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزې او په اسلامي نړۍ کې یاده ښکارنده ده.

ټاکل شوې ده چې په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي نړۍ ونډې په اړه ټینګار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان شهزاده، محمد بن سلمان د ځمکې له سره د ترهګرۍ د پاکولو ژمنه کړې وه.

نوموړي دا خبرې د ترهګرۍ ضد ټولنې په لومړۍ ناسته کې د ۴۰ هېوادونو استازو ته کړې وې.

بن سلمان چې د سعودي عربستان دفاع وزیر هم دی زیاته کړې وه:«په تېرو کلونو کې ترهګري زموږ ټولو په هېوادونو کې همغږې شوې ده او موږ به یې له منځه یوسو.»

دا ټولنه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د بن سلمان په ملاتړ اعلان شوه.

یوې سرچینې ویلي دي چې ښاغلی سیاف به د سعودي عربستان له چاراکو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

شریک یي کړئ