افغانيالاصله امریکايي پیلوټه، شایسته واعظ چې د نړۍ چاپير باندې د یوه سفر ریکارډ جوړولو پسې راوتلې ده، نن(دوشنبې د چنګاښ۱۹مه) د کابل هوايي ډګر ته راورسېده.
نوموړې خپل سفر کابو دوه میاشتې مخکې له اطلس سمندر څخه پیل کړی وه.
د شایستې هرکلي لپاره ډېر شمېر مېرمنې او د مدني ټولنې غړې هوايي ډګر ته تلې وې.
شایسته ۲۹ کلنه ده چې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ۲۹ کاله مخکې وزېږیده او افغانستان کې د شوروي پرمهال د جګړو له امله خپلې کورنۍ سره امریکا کډواله شوه.
دې خپله ماسټري د هوايي چلند په برخه کې د امریکا له فلوریدا ایالت څخه اخیستې او ټاکل شوې خپل سفر د نړۍ چاپېر باندې د خیالي الوتنې په نوم ترسره کړي.
شایستې طلوعنیوز ته وویل چې درې ورځې به کابل کې پاتې شي.
هغه به له ولسمشر غني، اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله او یو شمېر نور حکومتي چارواکو سره وګوري.
آغلې واعظ د خپل دې ګام موخه د نورو نجونو هڅونه بولي تر څو خپلې وړتیاوې په هوايي برخه کې وازمایي.
شایسته واعظ به د نړۍ ۱۸ هېوادونه وګوري.